مونږ د نړیوالې ټولنې د پاملرنې مستحق یو.

Kubra
فعاله, کابل
© Kiana Hayeri

د یوې کارکوونکې او فعالې مېرمنې په حیث، ما لپاره ډېره ستونزمنه ده چې له عامه ژوند څخه وویستل شم او هغو موخو ته د رسېدلو توانايي و نه لرم چې د ځان لپاره مې ټاکلې وې. له دې سره زه ډېره نهیلې شوم. تر ډېرو کلونو مسلسل زده کړو او کار کولو وروسته، چې خپلو موخو ته رسېدلو لپاره مې سخت کار کړی و، اوس له دې امله ډېره خپه یم چې پر کور ناستې ته اړ شوې او په یو ځل هر څه له لاسه ورکوم او د هېڅ مثبت بدلون لپاره هیله و نه لرم. زه د بې ارزښتۍ او کمزورۍ احساس کوم. 

زه دوه ماشومان لرم. له کومې ورځې چې پر کور پاتې کېدو ته اړ شوې یم، زه داسې احساسوم چې له خپلو ماشومانو سره هم هغه ډول خبرې اترې نه شم کولی څنګه چې مې پخوا کولې. زه خپلو ماشومانو ته په دې اړه خپله پوهه نه شم رسولی چې څه ډول د ټولنې فعال او ګټور غړي واوسي. دغه هر څه مېرمنو ته ډېر زیان رسولی دی. 

د طالبانو له لورې د هېواد د واک نیولو څخه څو ورځې وروسته به زه په ښار کې ګرځېدلم. هغه څه چې ما ولیدل، زما په اند ښار بې خونده او ترهېدلی ښکارېده ځکه چې د طالبانو له لورې تحمیل شوي کالي او له خلکو سره چلند متفاوت وو. په ښار کې وېره حاکمه وه. خلک، په ځانګړي ډول تر ماښام وروسته، په ازادانه ډول ګرځېدلی نه شول. 

زما په اند طالبان یوه وېروونکې او ساه خپه کوونکې ډله ده چې له تمدن، پوهې او پرمختګ څخه ډېر لیرې پاتې شوي، متعصب دي او هر څه یوازې د ځان لپاره غواړي. د دغې ډلې طبیعت له تاوتریخوالي سره تړلی دی. هغوي نه پوهیږي چې یوه موضوع په سوله ییزه توګه څنګه حل کړي. 

د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته خلک له ډېرو مختلفو ستونزو سره مخ شول. تر ټولو ستره ستونزه بېوزلي او کمزوری شوی اقتصاد دی. خلک له اقتصادي پلوه ورځ تر بلې کمزوري کیږي. د دې هر څه لامل پخپله طالبان دي، ځکه چې هغوي د یوه دولت د اداره کولو تجربه نه لري او نړیوالې ټولنې ته هم د منلو وړ نه دي. خلک له اقتصادي پلوه تر فشار لاندې دي. 

نجونو ته اجازه نشته چې ښوونځیو ته لاړې شي او زده کړو ته دوام ورکړي. هلکانو او نجونو دواړو د زده کړو لېوالتیا له لاسه ورکړې ده. دا یوازې له دې امله چې د زده کړو کیفیت په ناڅاپي ډول ډېر ټیټ شوی دی. دا هر څه په هېواد کې د طالبانو د واک ته رسېدلو لامله رامنځته شوي دي. 

زما تر ټولوه بده خاطره، چې زه به یې هېڅکله هېره نه کړم، هغه ورځ ده چې کله زما د اتم ټولګي زده کوونکې خور له ښوونځي څخه کور ته په ژړا او نهیلۍ راغله. هغه ورځ زما خور او له اووم ټولګي پورته نجونو ته ویل شوي وو چې هغوي تر بلې خبرتیا پورې ښوونځي ته نه شي تللی. زما خور د ښوونځي تکړه زده کوونکې وه، تر هغې ورځې وروسته ډېره ځوریږي. هغه اوس هم کړیږي. هغه لا هم د هغې ورځې په انتظار ده چې نجونو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي. 

د هېواد وضعیت ته په لیدو، زما په اند راتلونکی تیاره دی. زه په دغه هېواد کې د ځان او خپلو بچیانو لپاره ښه ورځ نه وینم. هغه پلانونه چې ما او زما خاوند د خپل او خپلو ماشومانو د ښه ژوند لپاره درلودل، برباد شول. له مونږ څخه هیڅوک په دغه وضعیت کې د ودې او پرمختګ تصور نه شو کولی.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان یو ځل بیا د یوازې پاتې کېدلو او لوېدلو په خطر کې واقع دی. طالبان د سیاست، اقتصاد، کلتور او ټولنې په جوړولو کې ډېر کمزوري دي. راتلونکی تیاره ښکاري. هېواد مو په ډېره بده توګه پر شا روان دی. دا ډېره د نهیلۍ خبره ده.

مېرمنې د هرې ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي. هغوي محوه کېدلی نه شي. دغه ډول هره هڅه به هېڅ پایله و نه لري. له بده مرغه، مېرمنې له ډېرو محدودیتونو او تاوتریخوالو څخه کړیږي. دا د مېرمنو پر روحیه ډېره بده اغېزه کوي. له همدې امله زه باور لرم چې افغان مېرمنې د نړیوالې ټولنې د لا ډېرې پاملرنې مستحقې دي.

راتلونکې کیسه
زمونږ ژوند لکه د څارویو دی. زمونږ ګناه څه ده؟