زمونږ ژوند لکه د څارویو دی. زمونږ ګناه څه ده؟
Spozhmai
زما نوم سپوژمۍ دی، ۲۱ کاله عمر لرم او په کندهار کې اوسېږم. زما پلار له تېر دولت سره د پولیس په توګه دنده درلوده. زه دوه کاله وړاندې له ښوونځي څخه فارغه شوم. ما غوښتل چې ښوونکې شم، نو په دولتي ښوونځیو کې د قراردادي ښوونکې په توګه وګمارل شوم.
ما سږکال ازموینه ورکړه چې رسمي ښوونکې شم. په ازموینه کې بریالۍ شوم، خو طالبانو د نویو ښوونکو لپاره کړنلاره بدله کړه. ښوونکو باید یو قرارداد لاسلیک کړی وای او ښځینه ښوونکو باید بشپړ حجاب اغوستی وای. له بشپړ حجاب څخه د هغوي موخه، تور کالي، تور ټیکری، تور مخ پټوونکی، تورې دستکشې او تورې جرابې دي. ما قرارداد لاسلیک کړ. تر هغه وروسته زما قرارداد د طالبانو استخباراتو ته ولېږل شو څو وګوري چې ایا زما د کورنۍ غړو د تېر دولت له پوځ سره کار کړی دی که یه.
زه لس ورځې منتظره شوم.
یوه ورځ هغوي زما له پلار سره اړیکه ونیوه او ورته و یې ویل، ”مونږ د ښوونکو په لست کې ستا د لور غوښتنلیک ترلاسه کړی دی، راته ووایه چې ته چېرته اوسېږې، دقیقه پته راکړه او ته څه کار کوې. “ زما پلار له وېرې ورته وویل چې هغه یو د سرک غاړې دکاندار دی او خپله پته یې ورکړه. طالب اړیکه نیوونکي ورته وویل چې هغه به بېرته ورسره اړیکه ونیسي. طالب اړیکه نیوونکي زمونږ د جومات امام سره اړیکه ونیوه او ورڅخه و یې پوښتل چې زما پلار څه دنده درلوده او ایا زما پلار له تېر دولت سره دنده درلوده. امام ورته وویل چې زما پلار د تېر دولت په پولیسو کې و، خو اوس یې دنده نه درلوده.
پنځه وروسته هغوي زما له پلار سره بیا اړیکه ونیوه او ورته و یې ویل چې زه د ښوونکې په توګه دنده نه شم ترلاسه کولی ځکه چې زه د یوه پولیس لور وم. هغوي وویل: ته به له خپلو ناسمو افکارو سره زمونږ د ښوونځي د زده کوونکو ماغزه پرېمینځې. زه و نه ګمارل شوم. زه تر دې وروسته د یوې قراردادي ښوونکې په توګه هم دنده نه شم کولی، خو ولې؟ زه په ازموینه کې بریالۍ شوم او ما باید قرارداد هم لاسلیک کړی وای. زه په دې کار سخته خپه یم. زه داسې احساس کوم لکه یو ستر جرم مې چې کړی وي، لکه غلا یا قتل، چې لامله یې کړېږم او ځورېږم.
مونږ له یوه ډېر سخت ژوند سره مخ یو. زما پلار دنده نه لري او مور مې بې سواده ده. زه د کورنۍ تر ټولو مشره لور یم. ما غوښتل چې ښوونکې شم او کورنۍ ته نفقه پیدا کړم. اوس زه ډېره وېرېږم چې هغوي به زما پلار ونیسي او زیان به ورته ورسوي. له کومې ورځې چې طالبان حاکم شوي دي، زمونږ کور یې تر ۲۰ ځلې زیات تلاشي کړی دی. هر ځل زما پلار ته وايي چې هغه باید خپل ټوپک ورته وسپاري. زما پلار هېڅ ټوپک نه لري. دا کار مونږ په وېره کې اچوي، خو د پټېدو لپاره هېڅ ځای نه لرو.
زما تر ټولو بده خاطره د طالبانو له لورې زمونږ د کور له پلټنو څخه یوه پلټنه ده. هغوي تر پلټنې وروسته زما پلار له ځان سره یووړ. هغه یې دوه ورځې بندي او شکنجه کړی و. هغوي زما له پلار څخه د هغه ټوپک تحقیق کړی و چې له هغه سره هېڅ موجود نه و. کله چې زما پلار بېرته راغی، پر ټول بدن یې د شکنجې نښې وې. پلار مې ورته وویل چې له هغه سره هېڅ ټوپک نشته، یوازې هغه یو ورسره و چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته یې ورته سپارلی و. زما پلار یوه اونۍ په روغتون کې بستر و.
زمونږ ژوند لکه د څارویو دی. زمونږ ګناه څه ده؟ ایا مونږ د خدای مخلوق نه یو؟ خدای دې پر مونږ ورحمیږي. افغانستان مونږ لپاره لکه سوځوونکی دوزخ دی.
