ما غوښتل چې د ډېرو نهیلو مېرمنو لپاره غږ پورته کړم، خو د سخت او جدي وضعیت لامله و نه توانېدم چې آن یوې نجلې یا مېرمنې ته مناسبه رسېدنه وکړم

Nasima
د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي پخوانۍ ماموره، کندهار

زه د طب پوهنځي د پنځم سمستر محصله وم، خو د مېرمنو پر زده کړو د طالبانو د بندیز لامله اوس دوام نه شم ورکولی.

ما له خصوصي شرکتونو نړیوالو پرمختیايي مؤسسو سره ۷ کلنه کاري تجربه درلوده. ما د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مامورې په حیث دنده درلوده. زه د خپلې کورنۍ د عاید یوازینۍ ګټونکې وم. د اګست تر ۱۵ او د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې بندیز څخه مخکې، زه توانېدلم چې کار وکړم او کورنۍ ته نفقه پیدا کړم. 

واک ته د طالبانو تر رسېدلو وړاندې، ما غوښتل چې د زړه له تله کار وکړم او کور په کور د مېرمنو د حقونو په اړه پوهاوی خپور کړم، خو وضعیت اجازه را نکړه چې د اوسنیو واکمنو د وېرې لامله په مناسب ډول پوهاوی خپور کړم.

زه وېرېدلم چې که چېرې کومه مېرمن خپل خاوند یا د کورنۍ کوم غړي ته د هغه پوهاوي په اړه خبر ورکړي چې له ما څخه یې ترلاسه کړی وي، بل ځل مې ښايي هغې سیمې یا کلي ته له ورتګ څخه منع کړي. زه له ډېرو ننګونو سره مخ وم ځکه چې اوسني واکمن نه غواړي چې مېرمنې غږ پورته کړي.

تر بندیز وروسته، زه دنده نه لرم او په بشپړ ډول نهیلې یم. د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره هېڅ لاره نه لرم. د طالبانو تر حاکمیت وروسته بندیزونو او بدلونونو له مالي بحران سره مخ کړې یم. ما آن خپلې زده کړې له لاسه ورکړې چې ډېره دردوونکې ده. زه ډېری وختونه احساسوم چې یو څوک مې تعقیبوي او دغې وېرې سخته اغېزمنه کړې یم. د افغان نجونو او مېرمنو ژوند پر دوزخ بدل شوی دی. مونږ افغانان شا ته روان یو او هېڅ پرمختګ نشته. زه د وضعیت لامله په ژور خپګان اخته شوې یم. مونږ هېڅ راتلونکی، زده کړې او حقونه نه لرو.

زه، افغان مېرمنو لپاره تر هر څه زیات د امنیت او خوندیتوب هیله لرم ځکه چې له امنیت او خوندیتوب پرته نجونې او مېرمنې نه شي کولی خپلو زده کړو، کار ته دوام ورکړي او آن له کوره بیرون نه شي وتلی. دویم، زه هیله لرم چې نجونې بېرته د زده کړو سر ته رسولو اجازه ولري. تاسو کولی شئ چې د نجونو له اوښکو ډکې سترګې ووینئ ځکه چې هغوي نهیلي شوي دي. هر ځل چې طالب چارواکي یو نوی فرمان صادروي او پر نجونو او مېرمنو یو نوی بندیز وضع کوي، هغوي د نجونو او مېرمنو حقونه او ژوند ورڅخه اخلي. 

نړیواله ټولنه باید پر اوسنیو چارواکو بندیزونه وضع کړي څو هغوي نجونو ته د لوړو زده کړو سر ته رسولو او مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړي. ملګري ملتونه او نړیوالې نادولتي مؤسسې باید له هغوي څخه وغواړي چې ښځینه کارمندانو ته اجازه ورکړي ځکه چې له هغوي پرته به هغوي و نه توانیږي چې په افغانستان کې خپل شتون او فعالیتونو ته دوام ورکړي. د عامې روغتیا ریاست هم باید ټول هغه فعالیتونه بند کړي چې د ښځینه کارمندانو له لورې ترسره کېدل. له دې سره به اوسني واکمن اړ شي څو مېرمنو ته د کار د بېرته پیلولو اجازه ورکړي. 

مېرمنو ځانوژنې وکړې ځکه چې هغوي هېڅ هیله نه درلوده او ژوند ورته بې مانا شوی و. نجونې او مېرمنې یوازې دا هیله لري چې نړیواله ټولنه به د هغوي غږ بدرګه کړي او ورسره و به دریږي. زه له تاسو مننه کوم چې ما ته مو فرصت راکړ څو د خپل زړه خبره درسره شریکه او خپل غږ پورته کړم. زه باید ووایم چې دا یوازې زما نه، بلکې زما د سیمې د ټولو نجونو او مېرمنو غږ دی.

راتلونکې کیسه
یوه بې سړي مېرمن هېڅ انتخاب نه لري