یوه بې سړي مېرمن هېڅ انتخاب نه لري

Mahrokh
څارنواله, غور
© Kiana Hayeri

د جمهوریت تر سقوط وروسته، په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د زیانمنونکو ډلو لکه مېرمنو، ماشومانو او معیوبینو، ژوند ۳۶۰ درجې تغیر وکړ. دغه ډله خلک په عاجلو حالتونو کې لا ډېر زیانمنونکي کېږي. 

د تېر حکومت له پرځېدو وروسته مونږ ولیدل چې خلک څه ډول په داخل کې او په نړیواله کچه بېځایه شول. ډېر خلک، په ځانګړي ډول مېرمنې چې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي، آن په هېواد کې دننه د کډوالۍ احساس کوي. ډېرو مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې. نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوي دي. د هغوي پر کالیو، خوځښت او نورو فعالیتونو ډېر محدودیتونه وضع شوي دي. مدني او سیاسي فعالې مېرمنې خپلو فعالیتونو ته دوام نه شي ورکولی. اکثریت وګړي په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. 

سره له دې چې په افغانستان کې ټولې مېرمنې حجاب اغوندي، ما په ډېرو ځایونو کې د طالبانو عسکر لیدلي دي چې د ښار په مختلفو برخو کې مېرمنې دروي او د هغوي د کالیو په اړه ورته تبلیغ کوي. طالبان د مېرمنو د کالیو ډول کنترولوي او په ځینو وختونو کې مېرمنې د هغوي د کالیو او خوځښت لامله وهل شوي هم دي. 

د کابل، هرات او مزار شریف په څېر سترو ښارونو کې مېرمنې د خوځښت لپاره پراخه امکانات لري. هغوي ځینې وختونه مظاهرې تنظیمولی شي او ښايي یو پلاټ فورم ومومي چې غږ یې واورېدل شي. هغوي ښايي زمونږ په پرتله چې په لیرو ولایتونو کې ژوند کوو، له لږو محدودیتونو سره مخ شي. په لیرو پرتو ولایتونو کې د مېرمنو وضعیت لا ډېر بد دی.

افغانستان له اساسي بدلونونو، لکه په سیاسي سیستم، ټولنیز نظم، کلتوري سیستم، تعلیمي سیستم او د خلکو په فردي او ټولنیز ژوند کې، بدلونونو سره مخ دی. زه یوه څارنواله وم، خو دنده مې له لاسه ورکړه. زما د خور خاوند، چې یو ملکي فرد و، په بې رحمانه ډول ووژل شو او اوس زما خور له خپلو دوو ماشومانو سره د بدمرغۍ ژوند تېروي. 

زه کولی شم چې په دې اړه ډېرې بېلګې درته بیان کړم چې مېرمنې څه ډول ډېرو نورو ستونزو سره مخ دي. له دې پرته چې له تعلیم څخه محرومې شوي دي، افغان مېرمنې له ډېرو نورو محدودیتونو سره مخ دي. زما په اند، مونږ په یوه بېړني وضعیت کې ژوند کوو. 

زه د دغه وضعیت لامله ډېره ځورېږم، خو د حل لپاره یې زه هېڅ نه شم کولی. د یوې څارنوالې په حیث، ما ښايي له هغو مېرمنو سره مرسته کړې وای چې حقونه یې ورڅخه اخیستل شوي دي او زه به ډېره خوشحاله وم چې ما تر یوه حده د هغوي ستونزې حل کړې وای، خو اوس هر څه بدل دي. 

زه ډېرې مېرمنې پېژنم چې په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي. هغوي د رواني او ذهني تاوتریخوالي لامله کړیږي، خو داسې هیڅ ځای نشته چې هغوي د مرستې لپاره ورشي. د بېلګې په ډول، زما خور ډېره کړیږي، خو زه د هغې لپاره هېڅ نه شم کولی او یوازې یې په درد اوښکې تویوم. 

هغه مېرمنې چې ما زما د کار لامله پېژني او خپلې ستونزې راسره شریکوي. د بېلګې په ډول، د یوې ښځې خاوند هغه وهي، بله نه غواړي له هغه کس سره واده وکړي چې کوژده یې ورسره شوې ده، نورې مېرمنې کورنۍ ستونزې لري او دغه لست همداسې پسې اوږدیږي...

هغوي له ما څخه مرسته غواړي، خو زه ډېره خفه کېږم چې زما لاسونه تړل شوي دي او مرسته ورسره نه شم کولی.

زه د طالبانو په اړه هېڅ مثبت نظر نه لرم ځکه چې د طالبانو اصلیت له تاوتریخوالي سره تړلی دی. تر دې دمه، هغوي دغه هر څه د تاوتریخوالي له لارې ترلاسه کړي دي. د طالبانو له لورې د افغانانو تحمیل شوې بېځایه کېدنه او کړاو به هېڅکله د افغانانو هېر نه شي. د دې احتمال نه شته چې طالبان به بدل شي یا به یې کړنې، خبرې او نظرونه مهذب شي. دا کار ښايي په ډېرو کلونو آن پېړیو کې پېښ نه شي.

په نږدې راتلونکې کې د طالبانو د بدلېدلو لپاره هېڅ هیله نه ښکاري. د هغوي اوسنی رژیم مونږ لپاره د منلو وړ نه دی. د هغوي یوازینی کار پر مېرمنو مختلف محدودیتونه وضع کول دي. هغوي له مېرمنو څخه د هغوي ټولې دندې اخیستي دي. له نجونو څخه د هغوي د زده کړې حق اخیستل شوی دی. هغوي آن د پوهنتون په پوهنځیو کې هم د نجونو انتخاب محدود کړی دی. دا ټول کارونه ډېر خپه کوونکي دي. د طالبانو یوازینی فعالیت پر مېرمنو د نویو بندیزونو وضع کول دي. هغوي د خلکو او ټولنې نور هېڅ مسؤولیت منلو ته تیار نه دي.

راتلونکې کیسه
یوازینی کار چې هر څوک یې افغان مېرمنو لپاره کولی شي، د هغوي تر څنګ درېدل او د معترضو مېرمنو ملاتړ کول دي.