یوازینی کار چې هر څوک یې افغان مېرمنو لپاره کولی شي، د هغوي تر څنګ درېدل او د معترضو مېرمنو ملاتړ کول دي.
Khadija
زه د افغان مېرمنو اتحادیې د مظاهرې پروګرامونو د څارنې کمېټې او مدیریت مسؤولیت لرم. یوازې نجونې او مېرمنې زمونږ په مظاهره کې ګډون لري.
واک ته د طالبانو تر رسېدلو وړاندې، ما په یوه دولتي اداره کې د مفتشې او د جنډر مامورې په حیث دنده درلوده. زه د یوې راډیو کوربنه هم وم.
که څه هم مونږ د خپلو کورونو په څلور دېوالونو کې بندې یو، زه اوس د افغان مېرمنو د ازادۍ او حقونو لپاره د یاغي مېرمنو له یوې ډلې سره په احتجاج کې ګډون لرم. نجونې او مېرمنې خپلو کارځایونو ته تللی نه شي. هغوي د تګ اجازه نه لري.
زه هیله لرم چې مېرمنې به ازادي ولري، نجونو لپاره به ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي مېرمنې به سیاسي ګډون ولري او لوړ موقفونه ولري.
یوازینی کار چې هر څوک یې افغان مېرمنو لپاره کولی شي، د هغوي تر څنګ درېدل او د معترضو مېرمنو ملاتړ کول دي.
نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو غږ واوري، د معترضو مېرمنو دفاع به وکړي او هغه مېرمنې به وژغوري چې له جدي خطر سره مخ دي.
