مونږ په داسې یوه هېواد کې اوسېږو چېرې چې تر ټولو ساده شیان او فعالیتونه پر خوبونو او ارمانونو بدل شوي دي او مونږ یې باید د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړو.
Tahmina
(له یوې کیسې څخه اقتباس شوی)
زما ګرانه پروېزه،
په دې هیله چې روغ به یې. یوه اونۍ وشوه چې زه رسېدلې یم، خو ستا لیک نه دی رارسېدلی. زه نه پوهېږم چې ولې...
د جمهوریت د سقوط په ورځ، ما پوهنتون ته د تګ لپاره کالي واغوستل. زه د دارالامان په سیمه کې وم چې یوې ملګرې راته وویل چې طالبان د کابل لویدیځ لوري دشت برچي سیمې ته راورسېدل. هر څوک حیران او پرېشان وو او هیچا باور نه درلود چې کابل په یوه شپه کې سقوط وکړ.
زه ډېر وخت په خپله کوټه کې تېروم ځکه چې زمونږ پوهنتون تر بلې خبرتیا پورې بند شوی دی. یوازینی کار چې زه یې کولی شم، په خپله کوټه کې قدم وهل دي. زه اندېښمنه وم او ډېر وخت به مې په ژړا تېروه. ما به په خپلو ویښتانو کې ګوتې وهلې او د خپلو ټولو پلانونو او یادونو په اړه به مې فکر کوه. پر کابل د طالبانو تر واکمنېدلو وروسته زما ټولې هیلې او ارمانونه برباد شول.
د طالبانو د لومړیو ورځو وېره له هغو کیسو سره یو ډول وه چې مور مې د هغوي د حاکمیت د لومړۍ دورې په اړه راته کړې وه. زه کوڅې ته ووتلم او خپله مې ولیدل چې طالبان څومره بدل شوي دي. له طالبانو څخه د خلکو وېره ورو ورو کمه شوه او ورسره د مبارزې کولو احساس پیدا شو.
د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۸ مه نېټه مونږ کوڅو ته ووتلو څو احتجاج وکړو او وېره ایسته واچوو. راتلونکې ورځ طالبانو خپله کابینه اعلان کړه او زه کوڅې ته ووتلم او خپلو احتجاجونو ته مو دوام ورکړ.
ما خبرونه واورېدل چې د اووم ټولګي زده کوونکې له ښوونځيو څخه کورونو ته لېږل شوې وې. په دغه وخت کې ما داسې احساس وکړ لکه د یخو اوبو ډک سطل چې راباندې اړول شوی وي. ما له ځان سره فکر وکړ چې مونږ د ټکنالوژۍ په عصر کې ژوند کوو، د نړۍ مشران د ودې او پرمختګ لپاره سیالۍ کوي، خو زمونږ مشران نجونې له زده کړو څخه محروموي. زمونږ مشران پر دې بحث کوي چې ایا نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي که نه، او یا دا چې هغوي باید څه ډول کالي واغوندي. د طالبانو تر ټولو ستره توجه او اندېښنه د مېرمنو په اړه ده.
یو څوک په خپل هېواد کې د څومره پیاوړتیا احساس کولی شي؟ مونږ په داسې یوه هېواد کې اوسېږو چېرې چې تر ټولو ساده شیان او فعالیتونه پر خوبونو او ارمانونو بدل شوي دي او مونږ یې باید د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړو.
بله ما له طالبانو څخه ویډیو ثبت کړه چې پر مېرمنو یې د متروکو/ قمچینو ګوزارونه کول. دا لومړی ځل و چې ما پخپلو سترګو پر مېرمنو د طالبانو له لورې تاوتریخوالی ولید. په هغه ورځ زه هم ووهل شوم، خو له دې امله چې په کور کې هېڅوک خبر نه ول چې زه په مظاهره کې وم، ما هیچا ته ویلی نه شول. ښايي د متروکې همدغه ګوزار و چې په ما کې یې د اعتراض او مبارزې جذبه پياوړې کړه.
کله چې ته ووینې چې هغوي له تا ویریږي، ته ډاډمن کېږې چې هغوي ستا له زده کړې او پوهاوي ویریږي. هغوي پوهیږي چې که چېرې مېرمنې باسواده شي، هیڅوک به و نه توانیږي چې مخه یې ونیسي. له همدې امله هغوي مېرمنې له زده کړو څخه منع کوي.
زمونږ مظاهرې/ احتجاجونه ښايي ډېره ګټه ونکړي، خو زمونږ د مظاهرو او اعتراضونو لامله طالبان د مېرمنو په محوه کولو نه دي بریالي شوي او نړۍ طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.
مېرمنې له ټولو بندیزونو سره سره پوهنتونونو ته ځي. مېرمنو له ټولو هغو ننګونو او محدودیتونو سره سره چې هغوي باید د زده کړې لپاره کوم پوهنځی انتخاب کړي، د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ. دغه مظاهرې او اعتراضونه به په پایله کې خامخا د بدلون لامل شي. مظاهرې هم د نورو کارونو او شیانو په څېر خپل قیمت لري. زه هم چمتو یم چې د مثبت بدلون لپاره قیمت ادا کړم.
زه تر نیول کېدو زیات د خپلې کورنۍ او ملګرو په اړه اندېښمنه یم. زه وېره لرم چې هغوي زما د فعالیتونو لامله زیانمن شي. زمونږ مظاهره یوه ډله ییزه موخه ده. زه باور لرم هغه خلک چې ځانونه د دې هېواد حاکمان بولي، په حقیقت کې له مېرمنو وېره لري.
که مونږ د مېرمنو وضعیت مشاهده کړو، دا ناممکنه ده چې د یوې مېرمنې په حیث د خپلو حقونو د له لاسه ورکولو لامله غوسه او خپګان و نه کړو.
اوسمهال د مېرمنو روحیه ډېره لوړه ده. ډېرو مېرمنو فکر نه کاوه چې هغوي دومره زړورې او مبارزې وې. اوسني وضعیت په مېرمنو کې د هغوي د مبارزې روحیه راویښه کړه.
