هر څوک کولی شي چې د طالبانو په ملاتړ نه کولو سره د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي

Freshta
فارمسسته, کابل

زه له هغو مېرمنو څخه یوه یم چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته رټل شوي دي.

 ما په ساینس کې تر لېسانس درجې زده کړې کړي دي او په عمومي فارمسي کې بل لېسانس لرم. ما په یوه خصوصي ښوونځي او پوهنتون کې د استادې په حیث او په یوه دولتي شرکت کې د یوې فارمسستې په توګه دندې ترسره کړې دي او د مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو یو شرکت لرم. ما د مېرمنو د یوې ټولنې مشري هم په غاړه درلوده او په کوچني سوداګریز سکتور کې فعاله وم. سره له دې، زه پر کور ناسته یم او په ټولنه کې فعاله نه یم.

زما په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون دا دی چې زه اوس له ټولو هغو فعالیتونو څخه محرومه یم چې ما به د خپل ځان او خپلو هېوادوالو لپاره ترسره کول.

ما په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې له نهیلۍ او تیارې پرته بل څه نه دي احساس کړي.

ما لپاره دا مهمه ده چې زه او نور افغان هېوادوال مې په یوه پرمختلونکې او مدني ټولنه کې د خپل روغتیايي، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي خوندیتوب د راتلونکي لپاره کار وکړو. مونږ اوس هر هغه څه په خپل کور کې کوو چې ممکن دي څو له هغو بدلونونو سره چلند وکړو چې زمونږ په ژوند کې راغلي دي.

زه هیله لرم چې زمونږ اوسنی ناڅرګند راتلونکی به بدل شي او د مېرمنو رول ته به ژوره پاملرنه وشي ځکه مېرمنې د تاریخ په ټولو اړخونو کې زیانمنونکې پېژندل شوي دي. د یوې ټولنې ښکلا د مېرمنو په شتون کې څرګندیږي. 

هر څوک کولی شي چې د طالبانو د ملاتړ په رد کولو، د افغان مېرمنو په ملاتړ کولو او هغو افغان نجونو او مېرمنو ته د غوره راتلونکي په انځورولو او ذهن کې کېنولو چې بدنونو او ارواوې یې مجروح شوي دي، د افغان مېرمنو مرسته وکړي.

خاموشي زمونږ لپاره کافي نه ده. نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي او د افغانستان خلک او افغان مېرمنې له دغه بربریت، ظلم او سختدریځۍ څخه وژغوري. مونږ یو مثبت بدلون او یو عادلانه او ټولشموله حکومت غواړو.

راتلونکې کیسه
زه په ریښتیني ډول باور لرم چې د مېرمنو په پیاوړي کولو سره مونږ یو ملت پیاوړی کوو