زه په ریښتیني ډول باور لرم چې د مېرمنو په پیاوړي کولو سره مونږ یو ملت پیاوړی کوو
Maryam
زه د مېرمنو د یوې مدني ټولنې او د سولې او ودې د یوې مؤسسې مشره یم، چې له لارې یې د ۸۰۰۰ تنو، په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو، مشري په غاړه لرم.
له ۲۰۰۰ کال راهیسې، ما له ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو سره دندې ترسره کړي دي چې د افغان مېرمنو او ځوانانو خدماتي چارې یې ترسره کولې او د یوه بریالي ژوند لپاره یې د هغوي حقوق ډاډمنول. زه په مختلفو موقفونو کې ۲۲ کلنه مسلکي کاري تجربه لرم، چې ۱۲ کاله مې د رواني ټولنیزې مامورې، د جنډر مشاورې، مدیرې، ټولنیزې تنظیموونکې، د خوندیتوب ساحوي مامورې او ولایتي آسانچارې په توګه، په مستقیم ډول له محلي ټولنو سره تېر کړي دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، څنګه چې ما د یوې مدني ټولنې او اتحادیې مشري په غاړه درلوده، ما لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکول ډېر ستونزمن کار و، خو په یوه ډول مې خپل کار ته تر شپږو میاشتو دوام ورکړ. تر هغه وروسته، زما CSO او د اتحادیې د اجازت نامې/ لایسنس د کار موده پای ته ورسېده او طالبانو په افغانستان کې د CSO پر فعالیتونو بندیز وضع کړ.
مونږ د تېرو شلو کلونو په جریان کې مېرمنو لپاره د مختلفو فعالیتونو او خدمتونو له لارې ټولنې ته خدمت کړی دی. مونږ شوراګانې جوړې کړې وې او په کلیوالو او ښاري سیمو کې مو په مستقیم او نامستقیم ډول د کوچنیو سوداګریو مرسته او ملاتړ کاوه. تر هغه وروسته د مېرمنو دغه ټول فعالیتونه په ناڅاپي ډول بند شول او په پایله کې یې یوازې زه نه، بلکې ډېری مېرمنې له اقتصادي بحران سره مخ شوي دي.
ما لپاره تر ټولو مهمه موضوع زما امنیت او خوندیتوب دی ځکه چې زه یوه ټولنیزه او مدني فعاله وم.
د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز مخکې، ما د مېرمنو لپاره ډېرې غونډې او فعالیتونه ترتیب کړل. ما د یوناما په مالي ملاتړ د نجونو او مېرمنو کوچنۍ ډلې د بشري او مېرمنو حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو، او د هغوي د ستونزو او اندېښنو شریکولو په موخه راټولې کړې وې. ما وکړای شول چې د طالبانو له همغږۍ پرته دغه ډول غونډې ترتیب کړم. البته د ډېسمبر د ۲۴ مې نېټې تر بندیز وروسته زما ټول فعالیتونه بند شول.
که چېرې وضعیت په دغه ډول دوام وکړي، مونږ مېرمنې به د بې وسۍ احساس وکړو. د نجونو لپاره زده کړې او د مېرمنو لپاره کار نشته. دغه وضعیت زما پر ذهنیت ډېره ناوړه اغېزه کړې ده. زه د راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه لرم.
په افغانستان کې مونږ داسې خلک نه وینو چې د مېرمنو ملاتړ کوي. البته که چېرې نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو ادارې وغواړي، هغوي زمونږ مرسته او ملاتړ کولی شي.
نړیوالې ټولنې ته زما یو یوازینی پیغام دا دی چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان له سختو وختونو تېریږي. افغانستان په تېرو ۴۰ – ۵۰ کلونو کې له ستونزو او بحرانونو څخه تېر شوی دی او افغان مېرمنې په ځانګړي هر وخت ډول کړیږي.
