که چېرې نړۍ طالبان د یوه دولت په حیث په رسمیت وپېژني، افغان نجونې به ژوندۍ ښخې شي.
Fatana
زه د اوسنیو چارواکو د بې رحمه قوانینو او بندیزونو پر وړاندې یوه معترضه/ احتجاج کوونکې یم. د کابل تر سقوط وړاندې، زه د مدني ټولنې یوه فعاله غړې وم، زه د ځوانانو د یوې ټولنې مرستیاله مشره وم او ما به د ځوانانو د نظرونو شریکولو لپاره له سیاستوالو سره لیدل. ما د یوه خیریه بنسټ له لارې له بېوزلو کورنیو سره په فعال ډول مرستې کولې. په عین مهال ما خپل درسونه هم تعقیبول.
تېر کال ما د خپل هېواد سقوط او د خپل ژوند د بشپړې ودې او پرمختګونو پای ولید. دا د هغو مېرمنو د نهیلیو د یوې سلسلې پیل و چې زده کړې او کار کول غواړي.
زه د کوم بدلون لیدل غواړم؟ په هېواد کې د ټولو نژادي ډلو تر منځ د حقونو مساوات؛ په ټولنه کې د ۵۰ سلنه مېرمنو منل؛ د اوسني رژیم پرځېدل چې یو بې رحمه او بې سواده رهبر یې مشري کوي؛ د طالبانو د اتحادي هېوادونو د مداخلې بندول چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ ټولو جنسیتونو ته زده کړو ته د مساوي لاسرسي اجازه ورکول؛ او باسواده مېرمنو ته اجازه ورکول چې دغه هېواد لپاره باسواده او سپېڅلي رهبران وروزي ځکه چې هر ږیره ور او په لاس تسبېح لرونکی کس د دغه هېواد د رهبرۍ لپاره وړ نه دی.
که خدای غوښتل، مونږ مقاومت کوونکې مېرمنې به د نړۍ په همکارۍ دغه بدلونونه را منځته کړو ځکه چې له دغو ټولو محدودیتونو او شکنجو سره سره مونږ مېرمنو له مقاومت لاس نه دی اخیستی او نه به یې واخلو.
نړۍ ته زما پیغام دا دی چې له مونږ سره خپل غږ پورته کړئ او غلي مه پاتې کېږئ، نړیواله ټولنه باید یوازې د عکس العمل پر ښودلو بسنه و نه کړي، بلکې په واقعي ډول له افغان مېرمنو سره همکاري وکړي او د دلته ژوند د هغو ستونزو په اړه پوهه ترلاسه کړي چې مېرمنې ورسره مخ دي او هغه مېرمنې وپېژني چې په هېواد کې له طالبانو سره مخامخ پر مبارزه بوختې دي.
