زه به ډېری وختونه له مېرمنو سره په اړیکه کې وم او کله به چې هغوي دندې له لاسه ورکړې او ما به یې له حقونو دفاع و نه کړای شوه، زه به ډېره خپه شوم

Fawzia
د مېرمنو د حقونو وکیله، میمنه

د طالبانو تر حاکمیت مخکې، زه یوه ښوونکې وم. د ښوونې تر څنګ به مې، د مېرمنو د حقونو د یوې فعالې او یوې اطرافي نادولتي مؤسسې سره د وکیلې په حیث، د بشري حقونو فعالیتونه هم ترسره کول. 

زه اوس هم د ښوونکې دنده لرم. سره له دې چې زما مدني فعالیتونه په رسمي ډول بند شوي دي، خپلو دغو فعالیتونو ته په نارسمي ډول دوام ورکوم. زه له فعالو مېرمنو او فعالو نارسمي مؤسسو سره په اړیکه کې یم. 

کله چې یو سیستم بدلیږي، له ځان سره ډېرې ننګونې لري. ما د خپل معاش په کچه کې بدلونونه ولیدل ځکه چې زه په خصوصي ښوونځيو کې ښوونه کوم. بل بدلون چې زه ورسره مخ شوم، په ژور خپګان اخته کېدل وو. 

زما په اند، په ټولنه د او د مېرمنو د حقونو په فعالیتونو کې د مېرمنو ګډون ډېر مهم دی. 

د طالبانو تر حاکمیت وروسته، مونږ نه یو توانېدلي چې یو ښه کار وکړو او خلکو ته یې د پایلو په اړه ووایو. مونږ یوازې په نارسمي ډول هغه پېښې ثبتولی شوو، چې په ټولنه کې پېښيږي او فعالو ادارو ته یې په اړه راپور ورکولی شوو.

یوازینۍ هیله دا ده چې افغان مېرمنې اتلانې دي، خپلو فعالیتونو ته به په کور کې دوام ورکړي او د خپلو استعدادونو په غوړولو به کار وکړي. کله چې زه هغه مېرمنې وینم چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته خپلو کارونو ته له کور څخه دوام ورکوي او مورال یې نه دی لوېدلی، دا په ریښتیني ډول هیله راته پیدا کوي.

په دغه حالت کې مېرمنو لپاره یوازینی کار دا کېدلی شي، چې د هغوي پوهاوی لوړ کړای شي. هر څوک کولای شي چې له مېرمنو سره، انلاین یا مخامخ، کار وکړي او د هغوي د حقونو په اړه پوهاوی ورکړي. هغه نجونې چې له ښوونځيو څخه پاتې شوي دي، مونږ ورسره مرسته کولی شوو. اوسمهال په افغانستان کې هیڅوک نشته چې له مېرمنو سره مالي مرسته وکړي. یوازینی کار دا کېدلی شي، چې د مېرمنو د حقونو په اړه د مېرمنو پوهاوی لوړ شي او هغو نجونو او مېرمنو ته نارسمي ښوونه او زده کړه چمتو شي چې له ښوونځيو پاتې دي. 

نړیوالې ټولنې زما پيغام دا دی چې د افغانستان مېرمنې یوازې پرېنږدي. مونږ په دغه وضعیت کې یوازې مه پرېږدئ او له هرې ممکنې لارې راسره مرسته وکړئ.

راتلونکې کیسه
زه هر سهار د یوه خبر له هیلې سره راپاڅېږم او هره شپه له نهیلۍ سره ویده کېږم