زه هر سهار د یوه خبر له هیلې سره راپاڅېږم او هره شپه له نهیلۍ سره ویده کېږم

Hira
پخوانۍ دولتي کارمنده, کونړ

زه په یوه تعلیمیافته خو محافظه کاره کورنۍ کې لویه شوې یم. زما کورنۍ ښه اقتصاد درلود، نو ځکه د ښځو کار ته ارزښت نه ورکول کېده. زما د کورنۍ په اند، یوازې اقتصادي اړتیا درلودونکې مېرمنې باید کار وکړي. 

د طالبانو تر حاکمیت مخکې، سره له دې چې ما هغومره ډېره ازادي نه درلوده، د مدني ازادۍ درناوی کېده او ما به په پټه د خیر ښېګڼې او مدني فعالیتونو کې ګډون کاوه. ما غوښتل چې په ټولنه یو ګټور شخص اوسم او خپله کورنۍ مې وهڅوله چې زما ازادۍ ته درناوی ولري، نو زمونږ په کورنۍ کې دننه چاپېریال د ښه کېدو پر لور و. 

ما د لېسانس دورې له بشپړولو وروسته له دولت سره دنده پیل کړه. زما خور هم له دولت سره دنده درلوده او ما او نورو مېرمنو سره یې مرسته کوله. 

کله چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واک ترلاسه کړ، هر څه بېرته شا ته ولاړل. د حکومت د پرځېدلو پر لومړۍ ورځ، زما مېړه اخطار راکړه چې دېموکراسي ختمه شوه او نور د ښځو چارو وزارت یا پخپله خور ویاړ نه شم کولی. هغه راته وویل: ”هغه څه چې زه یې درته وایم، و یې منه که نه نو طلاق به درکړم. “ زه یې د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو په مخ کې څو ځل ووهلم.

داسې ځای نشته چې رجوع ورته وکړو. که چېرې زه اوسنۍ ادارې ته رجوع وکړم، نه یوازې دا چې ملاتړ به مې ونکړي، بلکې د لا ډېر تاوتریخوالي ښکار به شم. هغوي په جوماتونو کې په څرګنډ ډول وايي چې یو سړی حق لري چې په هغه صورت کې خپله مېرمن ووهي، خبره یې و نه مني.

زه باور نه شم کولی چې د مېرمنو حقونو په برخه کې ټولې لاس ته راوړنې د اګست پر ۱۵ مه نېټه د نړیوالې ټولنې په مخ کې، په نیمه ورځ کې، له منځه لاړې او افغان مېرمنې لا هم په دغه اور کې سوځي. له اګست میاشتې وروسته، زما او د هېواد د نورو میلیونونه نجونو او مېرمنو په ژوند کې تر ټولو مهم بدلون، پر ژوند د نهیلۍ د څپو را خپرېدل دي.

د نړیوالې ټولنې او د اساسي قانون په مرسته، افغان مېرمنې توانېدلې وې چې په لنډه موده کې د ژوند په ټولو برخو کې طلايي لاس ته راوړنې ولري. البته، اوس آن د افغان مېرمنو بشريت تر پوښتنې لاندې دی.

ما به ډېر ارمانونه درلودل او هیلې مې درلودې، خو اوس مې هیلې او ارمانونه محدود شوي دي. زه فکر کوم دا به تر یوې معجزې کم نه وي که چېرې یوه ورځ نجونو او مېرمنو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي. اوسمهال افغان مېرمنې کوم ښه ژوند نه لري، بلکې یوازې د ژوندي پاتې کېدلو هڅې کوي. زه د بې اعتمادۍ قوي حس لرم. ما به په تېرو وختونو کې خپل احساسات پر ټولنیزو رسنیو له ملګرو سره شریکول، خو نن ورځ د بې اعتمادۍ او وېرې چاپېریال دومره ډېر شوی دی چې خپل درد له ملګرو سره شریکولی نه شم. ما هېڅکله دومره د یوازیتوب احساس نه و کړی.

ما ډېر ځل د ځانوژنې پرېکړه وکړه، خو د خپل زوی برخلیک ته لیدو به له دغه کار څخه منع کړم.

د کار او زده کړو له حق څخه محرومیت زما ذهني ستونزې زیاتې کړي او په ډېپرېشن/ ژور خپګان یې اخته کړې یم.

په ژور خپګان اخته یو نسل تصور کړئ. دغه نسل به د راتلونکي نسل مېندې وي. د نهیلو او په ژور خپګان اخته وګړو ماشومان د افغانستان راتلونکي لپاره خطرناک ثابتېدلی شي.

په دغه وضعیت کې یوازینی کار باید له طالبانو سره مذاکرات او خبرې اترې وي. څومره چې داخلي جګړه دوام کوي، د افغانستان  خطرناک وضعیت به دوام کوي او محرومیت او بېوزلي به نورې ستونزې وزېږوي. 

مونږ له نړیوالې ټولنې څخه عملي اقدام غواړو. مونږ باید د افغانستان او د مېرمنو د حقونو په اړه ریښتینې خبرې اترې پیل کړو.

راتلونکې کیسه
زمونږ ټولې هیلې او لاس ته راوړنې ختمې شوې