زمونږ ټولې هیلې او لاس ته راوړنې ختمې شوې
Larmina
«زه د بشري حقونو فعاله، د مدني ټولنې فعاله او په افغانستان کې د یوې نادولتي مؤسسې بنسټګره یم چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د مېرمنو، ځوانانو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کوم.
د طالبانو تر حاکمیت وړاندې، زما په مؤسسه کې د پروژو تر څنګ، زه د مېرمنو حقونو، د مدني ټولنې د فعالیتونو او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې بوخته وم. له دې پرته، ما د دوحې خبرو اترو څارنه کوله او د دوحې خبرو اترو د لاس ته راوړنو او پایلو په اړه مې خلکو ته معلومات چمتو کول.
د تل په څېر اوس هم د بشري حقونو په فعالیتونو کې بوخته یم او په ټولنه کې د مېرمنو د برابرو حقونو ملاتړ کوم.
د طالبانو تر حاکمیت را وروسته زما په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلل. زما ذهني وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی دی.
زما هیله دا دی چې افغانستان له دغه وضعیت څخه وژغورل شي او سړي او مېرمنې په یوه ډول ذهني او رواني سکون کې ووینو. د افغانستان وګړي د یوه سولییز ژوند حق لري او د دغه ډول نامحرومیت مستحق نه دي.
سره له دې چې مونږ د جمهوریت پر مهال د مېرمنو د سولې میوزیم تاسیسولو پلان درلود، پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته مو تاسیس کړ. دا د هغو ډېرو مېرمنو د ژوند یادګارونه ساتي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د افغانانو د یوه سولییز ژوند او بشري حقونو درلودلو لپاره مبارزې کړې دي. په لومړيو کې مونږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوو. ولسوال زمونږ همکاران بندیان کړل... خو له ډېرو ستونزو او هڅو وروسته وتوانېدلو چې د مېرمنو د سولې میوزیم فعالیتونو ته دوام ورکړو، البته دغه فعالیتونه د کابل تر مرکز پورې محدود دي.
دا چې افغان مېرمنې او ځوانان د سخت ګوښیتوب په یوه ډېر بد وضعیت کې پراته دي، مونږ په بندو هالونو کې افغان هلکانو لپاره د فوټبال او نجونو لپاره د ټېنس د سپورت پروګرامونه تنظیموو. دوه میاشتې وړاندې، نجونو د ټیبل ټېنس ټورنمنټ درلود. همدا راز د هلکانو لپاره مو هم د فوټبال سیالۍ چمتو کړې وې.
له دې پرته، مونږ د یوه سولییز ژوند او بریالیتوب لپاره د خلکو بنسټیزو حقونو ته په ملي او نړیواله کچه کار کوو او په راتلونکي کې به هم دوام ورکړو.
د دې لپاره چې د مېرمنو ملاتړ وشي، اړینه ده چې هغوي ته خپل بنسټیز حقونه ورکړای شي او افغان مېرمنې باید په سیاسي، اقتصادي او د پرېکړې نیونې په پروسو کې ګډون ولري. د مېرمنو د ادارو ملاتړ باید وشي او د ادارو له لارې مېرمنو ته کار چمتو شي او له خپلو حقونو څخه محرومې نه کړای شية»
