دا دویم ځل دی چې د طالب وحشیانو له لورې نیول کیږو، چې زمونږ ژبه، هؤیت، کلتور او آن سواد، تعلیم او کار یې راڅخه اخیستي دي
Habiba
زه یوه تاجکه او د شمالي اوسېدونکې یم. زه هم یوه معترضه یم. ما د مېرمنو د ټولنې د مقاومت یوه ډله رامنځته کړه، یو کال مخکې نه، کله چې جمهوریت سقوط وکړ، بلکې د طالبانو په لومړۍ دوره کې، کله چې له بشري حقونو څخه سرغړونې کېدلې او طالبانو پر مونږ له کوم ځنډ او خنډ پرته ظلم کاوه.
کله چې د یوه بشپړ نسل هیلې بربادې شوې، مونږ ټول په یوه بد وضعیت کې وو. مونږ د احتجاج په بڼه د خپلو غږونو له پورته کولو پرته بل انتخاب نه درلود. په پنجشیر کې سخته جګړه پیل شوې وې او ټولوژنه روانه وه.
زمونږ تر احتجاج څو دقیقې وروسته زمونږ په مخ کې یو موټر ودرېد او بې رحمه طالب ټوپکیان ورڅخه راکوز شول او د معترضو مېرمنو پر لور یې د خپلو ټوپکونو شپېلۍ ونیولې. سره له دې هم معترضینو مېرمنو مقاومت وښود. طالبان لا ډېر په قهر شول او ډزې یې پیل کړې. هغوي د دریو ساعتونو لپاره ټولې مېرمنې د بانک په یوه تهکوۍ کې بندیانې کړې او هغه سړي او ژورنالستان یې هم ورسره واچول چې له هغوي سره وو. په عین مهال، په ولایتونو کې معترضې مېرمنې نیول شوې او نامعلومو ځایونو ته وړل شوې وې.
د هرې ورځې په تېرېدلو او د طالبانو د وحشت او بربریت په زیاتېدلو، د احتجاجونو ساحه پراخېدله او خلکو د "ډوډۍ، کار، تعلیم، ازادي" شعارونه ورکول.
طالبانو زمونږ انساني وقار تر پښو لاندې کړ. تر هغه وروسته، هغوي د نجونو نیول پیل کړل. لومړی یې په فردي ډول او بیا یې ۴۰ تنه نجونې ونیوې.
کله چې مونږ له سرکونو څخه لیرې کړای شوو، مونږ خپل احتجاجونه په پټو او بندو ځایونو کې پیل کړل او لا هم دوام ورکوو.
طالبان د خپلو مخالفینو د غږ اورېدلو ظرفیت نه لري او یوازې تاوتریخوالی یې زده دی. د هرې ورځې په تېرېدلو سره د دغې وحشي ډلې څېره خلکو ته لا ښه څرګندیږي.
زمونږ لوري ته، مونږ د افغانستان خلک او مېرمنې یو، چې له بشري غوښتنو څخه پرته هېڅ ډول غوښتنې نه لرو.
