«په دې ورځو کې ایله ژوندۍ یم خو ژوند نه کوم»
Halima
«د ۲۰۲۱ د آګسټ پېښې زما د ژوند تر ټولو بدې او نههېرېدونکې شېبې وې. کله چې طالبانو د افغانستان کنټرول خپل کړ، زه په دولسم ټولګي کې وم. د هغو احساساتو او فکرونو بیان سخت دي چې ما هغه مهال درلودل چې طالبانو زما هېواد لاندې کړ: وېره، ترهه، ناهیلي او نور چې زما د ټولې هستۍ په ورانولو یې پیل وکړ.
په پایېدونکې وېرې کې تر میاشتو ژوند کولو وروسته، بالاخره یوه اوږه تیاره شپه ختمه شوه. تر څو میاشتو وروسته په ډېره وېره او ډار په دې بریالۍ شوم چې بېرته ښوونځي ته ورشم. د ښوونځي وضعیت ناوریني و او ما د ښوونځي یونیفورم نه شوای اغوستی، بلکې اوږد کمیس او تور ټیکری مې باید اغوستي وای.
له ټولو ستونزو سره سره، بالاخره د ښوونځي په پای ته رسولو بریالۍ شومه او بیا مې د کانکور ازموینې ورکولو ته شېبې شمارلې. ما غوښتل ژورنالیزم ولولم او هیله مې وه چې ټولنې ـ په تېره بیا د هېواد ښځو او نجونو ته په مسلکي کچه خدمت وکړم.
دا مهال مې په یوه کورس کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زدهکړه شروع کړه. اقتصادي وضعیت مې ښه نه و خو د کمپیوټر کورس مې تمام کړی شو. خو دا چې د میاشتني فیس پرې کول مې په وس کې نه وو نو مجبوره شوم چې د انګلیسي کورس نیمګړی پرېږدم.
څو اونۍ وروسته مې د سیمې په هماغه کورس کې د «اغېزناکو اړیکو» [د دې عبارت بدیل مې پيدا نه کړ] د کورس افتخاري تدریس پيل کړ. په لومړیو څو میاشتو کې مې وړیا درس ورکړ. وروسته لږه حق الزحمه راکول کېده چې ټول مالي ضرورتونه خو مې پرې نه پوره کېدل خو ځینې واړه لګښتونه لکه د ټرانسپورټ لګښت پرې برابرېده.
د کانکور تر ازموینې وروسته، نتیجې ته یې په لېوالیتا منتظره وم. بالاخره د خپلې خوښې مسلک یعنې د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالۍ شوم. دا مې د ژوند تر ټولو ښکلې پېښه وه چې د شپې او ورځې په هڅو مې ترلاسه کړې وه.
په لېوالیتا سره منتظره وم چې پوهنتون ته ولاړه شم او د خپلې خوښې مسلک کې درس ووایم تر هغې ورځې پورې چې د ښوونځیو، پوهنتونونو او تعلیمي موسسو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې او زه دایمي کورناستې شوم.
