«موږ روښانه راتلونکي ته هیلهمنې یو او نیت لرو چې په قلم او کاغذ خپله مبارزه وغځوو»
Janan
«زه ۲۴ کلنه یم او د کابل پوهنتون له ژورنالیزم څانګې نه فارغه شوې یم.
لا محصله وم چې په یوه سیمهییزه راډیو کې مې د خبریالې په توګه کار پيل کړ. یو کال وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، د بیان آزادي وځپل شوه او ژورنالیزم له ډېرو ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ شو. د ښځمنو خبریالانو لپاره وضعیت لا سخت شو، ځکه طالبانو ټولې هغه ادارې چې ښځو په کې کار کاوه، منحلې کړې او ټولې هغه ښځې یې چې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه، وایستلې.
له دې محدودیتونو سره سره، وتوانیدم چې په یوه ټلویزیوني شبکه کې کار پيدا کړم. خو له ډېرو ستونزو سره هم مخامخ شومه.
یوه ورځ چې کار ته تلم، د تور حجاب او مخ پټوني پرځای مې مخ په ماسک وپوښه. دفتر ته ورسېدم او ټوله ورځ مې کار وکړ. د ورځې په آخر کې چې له څو نارینه همکارانو سره موټر ته وختم چې کور ته ستنه شو، زه د موټر په مخکیني سیټ کې کېناستم، ځکه چې نجلۍ یم او د موټر شا سیټ مې دوو نارینه همکارانو ته پرېښود. کله چې د طالبانو تلاشۍ ته ورنږدې شو، وېرې واخیستم چې هسې نه راته ووايي چې له موټره ښکته شه، ځکه چې نر محرم را سره نه و.
هغه سړي زه وګواښلم او ویې ویل: «که دې بیا په دې وضعیت کې ووینم، نو د شکایت حق به دې نه وي او موږ تاسې خبریالانې څارو.»
بله ورځ چې د رپوټ د جوړولو لپاره له دفتره ووتم، د طالبانو د امر بالمعروف کسانو مجبوره کړم چې له موټره ښکته شم. هغوی وسلې پورته کړې او ویې ویل: «ورځه د مخې سیټ کې کېنه. ولې په شا سیټ کې ناسته یې؟»
له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ښځمنو خبریالانو د حقونو په برخه کې همکاري وکړي او پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان له آزادۍ څخه زموږ د محرومولو مخه ونیسي.»
