«د سترګو رپ کې له تخته لاندې ځمکې ته راولوېدم»
Joweria
«زه د حقوقو او سیاسي علومو فارغالتحصیله یم. پخواني حکومت کې مې د مدافع وکیلې په توګه کار کاوه او د ښځو او ماشومانو د حقونو، تر قانوني عمر لاندې ودونو، او د کورنیو شخړو او ستونزو غوندې مسئلې به مې راسپړلې او امن کورونو کې د پناه اخیستونکو مېرمنو د حقونو دفاع به مې کوله.
زه به اکثراً هغو کورنیو ګواښلم چې ما یې د لوڼو د حقونو ملاتړ لپاره مقاومت کاوه. خو ما ویاړله ځکه چې کولی مې شول، له خپلوالو وطنوالو ښځو سره مرسته وکړم، غږ یې واوسم او د حقونو دفاع یې وکړم.
خو د آګسټ په ۱۵مه د افغانو نجونو پر ژوند تیاره خوره شوه. زه د افغانو ښځو او ماشومانو د غږ په توګه تل د عدالت غوښتونکې ومه. سلګونه تحقیقې دوسیې مې په یوازې سر وڅېړلې خو له بده مرغه نن پخپله ان له خپلو لومړنيو حقونو محرومه یم.
اکثر وختونه د بهتره ژوند یا راتلونکي امید نهلرم ځکه چې هره ورځ شرایط لا پسې خرابېږي او محدودیتونه لا پسې ډېرېږي.
په پټه او د طالبانو له سترګو لرې، له خپل کوره مې څو تنو له تحصیله محرومو نجونو ته د زدهکړه لاره جوړه کړه. پیسې مې پور کړې چې د خپلو شاګردانو مرسته وکړم، ان رنګه خودکار قلمونه مې ورته واخیستل. په نسبتاً یخه هوا کې په داسې جامو کې چې چندانې ګرمې نهوې، ښار ته ولاړم چې زدهکوونکو نجونو ته څو کتابچې او خودکار ورکړم او ویېهڅوم چې زدهکړه روانه وساتي او خپلې هیلې بیا انځور کړي.
موږ د ملګرو ملتونو له سازمانه لا زیاته پاملرنه غواړو. لطفاً افغانې ښځې او نجونې مههېروئ. طالبان هېڅکله د دولت په حیث په رسمیت مهپېژنئ، ځکه چې که په رسمیت وپېژندل شي، شرایط به ښه نه بلکې لا به بدتر شي.»
