«مجبوره شوم چې شپږمیاشتنی بچی مې په ۵۰ زره افغانیو خرڅ کړم»
Karima
«د ۲۰۲۱ تر آګسټ مخکې، زه پولیس افسره وم او نسبتاً ښه عاید مې درلود چې خپلې مالي ستونزې مې پرې حل کولی او د کورنۍ لاسنیوی مې کولی شو. خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، نور یې د کار اجازه رانکړه. مېړه مې څو کاله مخکې په ټرافیکي پېښه کې خپله پښه وبایله او کار نشي کولی. نو د کور نفقه زما پر غاړه شوه.
لومړی کار مې دا و چې پریکړه مې وکړه په خپله سیمه کې یوه نانوايي جوړه کړم. ان د ډوډۍ پخولو لپاره تنور مې په پور واخیست او پوروالا سره مې ژمنه وکړه چې پیسې به یې سوکه سوکه د خپل کار په کم عاید پرې کوم. ډوډۍ پخول مې په یوه بوجۍ اوړه پیل کړل. هره ورځ مې ډوډۍ پخوله او بازار ته مې وړله چې خرڅې یې کړم.
له بده مرغه، لږه موده وروسته طالبانو اجازه رانکړه چې بازار ته ولاړه شم او ډوډۍ خرڅه کړم او ویې ویل چې د هغوی له اجازې پرته له کوره دباندې کار نشم کولی. طالبانو خبر راکړ چې غریب وګړي به په نښه او د میاشتې ۲ زره افغانۍ به ورکوي، خو اجازه نه لري چې د کار لپاره له کوره وځي.
چې بله لاره نه وه، د طالبانو وړاندیز مې ومانه. هغوی مې نوم ولیکه او دوه میاشتې یې په میاشت کې ۲ زره افغانۍ راکړې. خو څه موده کېږي چې پیسې نه راکوي او دلیل یې د بودیجې کموالی ښيي.
د یوې افغانې مېرمنې په حیث چې کلونه یې خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت کړی، له نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو له سازمانونو غواړم چې د افغانو ښځو غږ دې واوري او طالبان دې اړ کاندي چې د ښځو حقونه مراعات کړي. که نړیواله ټولنه د افغانو ښځو غږ وانهوري او موږ یوازې پرېږدي نو زموږ د ختمېدو او تباهي شاهده به وي.»
