«زړه مې د محدودیتونو تر بار لاندې دروند دی»
Khalida
خالده چې ۲۳ کلنه ده، مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ د آګسټ په ۱۵مه واک ته ورسېږي، په یوه سیمهییزه راډیو کې د خبریالې په توګه په کار بوخته وه. سره له دې چې دودپاله کورنۍ لري او لومړي سر کې د کار اجازه ورته نه ورکول کېده خو هغې په قوي هوډ سره هڅه کوله چې په رسنیو کې کار ومومي او بالاخره تر یوه کال په کمه موده کې بریالۍ شوه چې ځان ته نوم وګټي او درې جایزې یې واخلي.
«زه په محافظهکاره کورنۍ کې ژوند کوم. هغوی اول زه هڅولم چې تحصیل پرېږدم. ان کله چې د ژورنالیزم پوهنځي ته کامیابه شوم، ټینګار یې کاوه چې یوازې د معلمۍ په برخه کې د تحصیل او کار اجازه لرم. خو له رسنیو سره زما لېوالتیا هغوی قانع کړل چې په دې څانګه کې د تحصیل اجازه راکړي.
موقتاً په کور کې بندیوانه شوم. په دې موده کې په ژور خپګان اخته شوم او ان څو ځله مې د ځانوژنې فکر وکړ. خو تر ډېرو هڅو وروسته مې په یوه داخلي رسنۍ کې کار وموند. [په دې رسنۍ کې د کار کولو لپاره مې آنلاین غوښتنلیک ولېږه او مرکې ته وبلل شوم. اوس دفتر ته ځم او چادري اغوندم او له لا زیاتو ښځو سره مرکې کوم. خو د نرانو غوندې رپوټونه نشم جوړولی نو په خپل کار له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ یم.]
هغه ستره او فوق العاده ناهیلیکوونکې ننګونه چې د خبریالۍ په کار کې ورسره مخامخ شوم، اطلاعاتو ته په لاسرسۍ کې جنسیتي تبعیض و. د دې واقعیت ننداره چې یو نر دې په آسانۍ سره خپلو ضروري اطلاعاتو لاسرسی پیدا کوي، حال دا چې ښځې ته د خپل جنسیت په خاطر دغه ضروري اطلاعاتو ته لاسرسی محدودېږي؛ ډېره ځوروونکې ده. دغه تبعیض اکثراً ما اړ باسي چې د دولتي چارواکو، خبري کنفرانسونو او مختلفو پېښو د باندې انتظار وکړم. ډېر ځله د همدې تبعیض په وجه مجبوره شوې یم چې له خبري رپوټونو نه تېره شم.
