«په کور کې بندیوانه یم خو د لیکل شوي کلمې په قدرت باور لرم»
Khayria
«نوم مې خیریه دی. د ۲۰۲۱ تر آګسټ مخکې خبریاله او د بامیان ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د اتفاق او وحدت اسلام د ورځپاڼو مسووله مدیره وم.
متأسفانه اوس د زرګونو نورو ښځو غوندې د کور د مېرمنې په نقش کې او په کورنيو مسوولیتونو بوخته یم. دغه بدلون زما لپاره عاطفي تجربه او ننګونکی و.
د طالبانو په لاس د افغانستان اشغال ټولې څوکلنې هڅې خاورې کړې. دا موضوع یوازې زما په شخصي هڅو نه بلکې د ډېرو ښځو په جمعي مبارزو پورې اړه لري چې ډېر وخت یې په زدهکړو او کار لګولی دی. موږ په جمعي ډول خپله هیله بایللې ده او د طالبانو له تېرې دورې سره آشنايۍ په ما او ډېرو نورو کې وېره او اضطراب پيدا کړي دي.
په دې تیاره پېر کې د کاري فرصتونو نه شتون، کمزوری اقتصاد او د کورني حبس غځېدل را ته په ذهني او اروايي ننګونو اوښتي دي. خو له دې ستونزو سره سره، بیا هم لا مې خپل امید له لاسه نه دی ورکړی.
دا ډېره ضروري ده چې په وطن کې مې د نجونو لپاره د زدهکړو لاره هواره شي. د تحصیل او د زدهکړو ځپل نه یوازې یو ملت کمزوری کوي بلکې ټولنه جهالت ته ورکاږي.
زه د افغانستان له خلکو، په تېره بیا له نرانو غواړم چې خپل غږ اوچت کړي، د ښځو تر څنګ ودرېږي او په فعال ډول یې ملاتړ وکړي. زموږ د ټولنې جمعي استقامت، جنسیت ته له پاملرنې پرته د هر وګړي د حقونو او هیلو لپاره زموږ په وړتیا پورې تړلی دی.»
