«مېړه مې له ښوونځي منع کړم او طالبانو له کاره»

Roya
طلاقه شوې مېرمن او د یوې آرایشګاه څښتنه, تخار
Photo: Sayed Habib Bidell
© Sayed Habib Bidell

«په ۱۵ کلنۍ کې یې په زور واده کړم. مېړه مې په جسمي او اروايي لحاظ ځورولم او تر درېو کلونو زیاته موده یې اجازه نه راکوله چې مور مې وګورم. په همدې وجه مې مور د زړه په ناروغۍ اخته شوه.

زه په چوپه خوله کړېدمه. په داسې حال کې چې تنکۍ ځوانه وم، د ژوند ټولې ورځې مې په پخلنځي کې په پخلۍ او د کور په صفایۍ تېرولې. حال دا چې هیله مې درلوده چې ښوونځي ته ولاړه شم او درس ووایم خو زما مېړه او کورنۍ یې اجازه نه راکوله.

د کور له کارونو سره مې ستونزه نه درلوده خو غوښتل مې چې درس هم ووایم. دا ګناه نه ده، بلکې زما حق دی.
په آخر کې، د ډېرو سختیو تر زغملو وروسته د طالبانو تر واکمنېدو دوې میاشتې وړاندې مې له مېړه طلاق واخیست. خو دا چې په وطن کې حالات بدل شول او د نجونو زده‌کړې منع شوې نو خپلې هیلې ته چې د خپل تحصیل بشپړول وو، ونه رسېدم او یو ځل بیا مې هیلې په زړه کې ښخې کړې.

تر طلاق وروسته خپګان او د خلکو ځوروونې راته ډېر دردوونکي وو. ان پخواني مېړه مې تر طلاق وروسته لا هم ګواښلم. خو لویه اندېښنه مې دا وه چې زده‌کړې رانه پاتې وې. د طلاق پروا مې نه کوله ځکه چې له یوه جبري واده نه یې آزاده کړم خو د زده‌کړو او کار ممنوعیت د زندان بل ډول و چې ځان مې په کې بندي لیده. 

مېړه مې له ښوونځي منع کړم او وروسته طالبانو له زده‌کړو او کاره منع کړم. په همدې وجه خپل لوی هدف مې چې ډاکټر کېدل او له ښځو او ماشومانو سره مرسته کول وو، تر لاسه نه کړی شو.

وروسته تر دې چې طالبانو نجونې له ښوونځیو منع کړې، سخت ډپرشن مې تجربه کړ. له دې وضعیت څخه د راوتلو لپاره د مشاورې آنلاینو غونډو کې مې برخه واخیسته. هم‌مهاله مې په یوه آرایشګاه کې د شاګردې په حیث کار پيل کړ.

لږ وروسته مې وپتیېله چې خپله آرایشګاه پرانیزم او د دې کار لپاره مې ۴۰ زره افغانۍ پور کړې. دا کار زما لپاره د هیلې د نوې دریڅې غوندې و. خو دغه هیله هم ډېره ونه پایېده ځکه چې طالبانو د آرایشګاه‌وو د بندولو فرمان ورکړ.

په پټه مې د آرایشګرۍ کار وغځاوه. خو وېرېږم چې دا به هم ونه‌پایېږي. څلور نورې نجونې هم راسره کار کوي چې په همدې کار خپل ژوند چلوي.

که مو د عدالت غوښتنې حق وانه ورېدل شي، ډاروونکی برخلیک به مو په انتظار کې وي. ډېرې میندې او زیات ماشومان ژوند بایلي او بې‌شمېره ماشومان له مناسب کوره پرته سخت ژوند تېروي. نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو غږ واوري.

له ننګونو سره سره، چې جبري واده او بیا له زده‌کړې او کاره منع کېدل هم رانغاړي، هیله مې نه ده بایللې. خپله ټوله هڅه کوم چې آنلاین زده‌کړې وکړم او اوسنیو محدودیتونو ته به نه تسلیمېږمه.»
راتلونکې کیسه
«ومې‌پتیېله چې مقاومت وکړم ځکه مجبوره وم د مرګ او ژوند تر منځ یو یې غوره کړم»
A woman helps another walk with an IV in hospital.