«ومېپتیېله چې مقاومت وکړم ځکه مجبوره وم د مرګ او ژوند تر منځ یو یې غوره کړم»
Rukhsar
«داسې مې احساسول چې ورځ تر بلې خپلې موخې ته ورلنډېږم خو له بده مرغه ور ونهرسېدم. د طب محصله وم او هممهاله مې د جوزجان په یوه روغتون کې کار کاوه. هېڅکله مې فکر نه کاوه چې طالبان به بیا واکمنېږي.
د طالبانو په تېر حکومت کې ایران ته کډوال شوي وو ځکه چې پر خلکو د هغوی د ظلمونو خبرې مو اورېدلې. له بده مرغه، تاریخ تکرار شو او موږ بیا هماغه لاره ووهله چې والدینو مو وهلې وه او هماغه تراخه مو بیا وڅکل.
له روغتونه راتلم چې د ښار د سقوط خبر خپور شو. خلک اندېښمن او ټول ښار په ډاروونکې چوپتیا کې ډوب و. کوڅې تشې او له والدینو اورېدلې کیسې مو رښتیا شوې وې. کور ته ورسېدم او چې هرې خوا ته مې کتل، وېره او ناهیلي مې لیدله. هېچا تصور نشو کولی چې وروسته به څه کېږي. مور مې په غېږ کې ونیوله او د نامعلوم راتلونکي او د خپلو هیلو د نه پوره کېدو له وېرې مې وژړل.
چا له کوره د وتلو زړه نه درلود، ورځ تر بلې محدودیتونه لا زیاتېدل. ښوونځي بند وو او نجونو پوهنتون ته د ورتګ اجازه نه درلوده. په دولتي ادارو کې د ښځو کار محدود شو او ما خپله دنده له لاسه ورکړ.
بالاخره، په یوه بهرنۍ موسسه کې مې د صحي پروژو د کنټرولرې په حیث کار پیدا کړ.
یوه ورځ موسسې د صحي پروژو د څارلو لپاره فاریاب ته واستولم. سیمې ته چې ورسېدم، د محرم د نهلرلو په وجه ډېرو خلکو سپکه کړم ان تر دې چې د ولایت والي زما د نیولو نیت درلود. له ښه مرغه، د یوه دوست په مرسته په تېښته بریالۍ شوم. تل ډارېدم چې هسې نه بیا له همداسې پېښې سره مخامخ شم [سره له دې چې نور کار نشم کولی].
افغانې ښځې هم په ذهني او هم په اروايي لحاظ سختې ګالي. ښځې د دې ټولنې نیمايي دي او نن داسې درد او سختۍ ګالي چې نه یوازې پر دوی، بلکې پر ټولې ټولنې اغېز پرېباسي.
نړیواله ټولنه باید دې ته د یوې سیاسې مسئلې په سترګه وګوري او بېتوپیره پاتې نشي او پرې نږدي چې طالبان خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره ښځې د وسیلې په توګه وکاروي. موږ وسیلې نه یو. موږ د احساساتو او هیلو خاوند انسانان یو. موږ غواړو ژوند وکړو. لطفاً د ژوند حق رانه مه اخلئ.»