«له ټولو سختیو سره سره، کلکه ولاړه یم او ماتې نه منم»
Sabah«صباح نومېږم، ۲۳ کلنه یم او د دوو خویندو پالنه راترغاړې ده. مخکې مو مور او پلار ژوندي وو خو قسمت رانه واخیستل. اوس مو نه مور شته چې په سختو کې پناه وروړو او نه پلار چې د نازولو لاس راباندې تېر کړي.
مور او پلار مې په ملي اردو کې وو. زه او خویندې مې ۲۰، ۱۷ او ۱۵ کلنې وو چې طالبانو په ۲۰۲۰ کې زموږ پلار په کندوز کې وواژه. د پلار مړینه مو لوی ناورین و چې موږ او په تېره بیا زموږ مور یې اغېزمنه کړه. مور مې غښتلې ښځه وه او د ژوند درانه بار ته یې یوازې سر اوږه ورکړه. هغې په دفاع وزارت کې کار کاوه او له دې لارې یې زموږ د کورنۍ لګښتونه برابرول.
زه په کانکور کې د ۳۲۰ نمرو په اخیستلو سره د حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوم. دا چې د خپلو هیلو د پوره کولو په لوري مې لومړی ګام اخیست، ډېره خوشحاله او هیلهمنه وم چې یوه ورځ به د مور له اوږو د مسوولیت بار اخلم. خویندې مې په ۱۱ او ۹ ټولګي کې وې. په دې چې سره یوځای اوسېدلو، ځانونه مو نیکمرغه ګڼل؛ خو دغه نیمکرغي زموږ او د نورو افغانو ښځو او نجونو لپاره ډېره ونهپایېدله.
ژوند سخت شو. پیسې مو ختمې شوې. په زاړه کرايي کور کې اوسېدو. خواړه مو کم لرل، محرم مو نه و، او مور مې چې د درېو لوڼو مسوولیت ورترغاړې و، له ډېرو ننګونو او ناهیلیو سره مخامخه وه.
د دې نهزغمل کېدونکو رنځونو په منځ کې مې د ځانوژنې فکر وکړ چې له دردوونکي ژونده خلاصه شم خو دا مې ونهکړی شو ځکه خویندې مې یوازې نهشوای پرېښودلی. مجبوره وم چې وپایم او د کورنۍ مسوولیت ته اوږه ورکړم. نو پټه مې له ښوونځي پاتې شویو نجونو ته په کور کې د تدریس پروګرام جوړ کړ. د دې کار پیسې د کورنۍ په لګښتونو لګوم.
