«زه دغو ننګونو ته د ودې او ځواکمنېدو د فرصتونو په سترګه ګورم»
Sadaf
«صدف نومېږم، ۱۸ کلنه یم. د لیکوالي نړۍ ته زما سفر هله پیل شو چې شاوخوا ۱۵ کلنه وم. ما په غښتلې انګېزه د ښځو د ستونزو د بیانولو لپاره د کلمو د ځواک کارول پیل کړل.
په کورنۍ کې یوازې زموږ پلار لیک لوست کولی شي. څوک مو نه لرل چې ما لیکوالۍ ته وهڅوي. رښتیا دا ده چې پلار مې زما د لیکوالۍ مخالف و. هغه به تل ویل: «خپل استعدادونه په بل ځای کې وکاروه، په کیسه لیکلو به چېرې هم نه رسېږې.» غوښتل مې د طالبانو په اړه ولیکم او د ښځو غږ او څه چې په افغانستان کې پرې تېرېږي، د ټولو غوږونو ته ورسوم، خو پلار مې هېڅکله اجازه نه راکوله او زه یې وهلم ډبولم.
خو ما د پلار ملاتړ ته اړتیا درلوده. غوښتل مې چې هغه زما ظرفیت درک کړي ځکه په دې مې ټینګ باور و چې لیکوالي الهي سوغات دی چې هر چا ته نه ورکول کېږي. قانع شوې ومه چې د دغه نعمت قدر وکړم. نو د هڅونې له نه شتون سره سره هېڅکله د لیکواله کېدو له خوبونو مې تېره نشوم. سره له دې چې له کورنیو ستونزو او د ژوند له فشارونو سره مخامخ ومه خو بیا هم د خپلو خوبونو رښتیاکولو باندې ټینګه ودرېدم.
د مالي محدودیتونو په ګډون چې د کمپیوټر اخیستل یې راته ناشوني کول، له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم. خو ما تر نیمو شپو پورې د څراغ تتې رڼا ته لیکل کول. ځان راته کلکه نجلۍ ښکاري، ننګونو ته غېږه ورکوم او سخته باورمنه یم چې هېڅ شی مې له خپلو هیلو نشي لاس په سر کولی.
خیاطي مې پيل کړه چې پر خپلو پښو ودرېږم او چا پورې تړلې ونه اوسم، ان خپلو والدینو پورې. موخه مې تل دا وه چې په خپل کار او هنر خپل والدین سرلوړي کړم. غواړم د هغوی لپاره ځواکمنه واوسم، نه بار.
د لیکوالې په توګه زما سفر د «یادګاري نانځکه» کیسې په خپرولو پیل شو او هوډمنه یم چې شا ته له کتلو پرته به سفر غځوم.
