«کله چې هر څه تور او سپین شول، موږ مجبورې شوو چې له خپل ژونده رنګونه وڅنډو»
Sabera
«ما په بېلابېلو رسنیو کې د خبریالې په توګه کار کاوه او هممهاله مې په ژورنالیزم کې زدهکړې کولې. خو د ۲۰۲۱ د آګسټ په ۱۵مه شپه مې ټولې هیلې خاورې شوې او درې مهم نړیوال قراردادونه مې له ګوتو ووتل. یوازې په یوه اونۍ کې یې زما د ژوند ټول فرصتونه رانه واخیستل. په هغو شېبو کې مې داسې انګېرل چې هر څه نړېدلي او ختم شوي دي.
په ښوونځیو او پوهنځیو کې د نجونو د زدهکړو منع کېدلو زما ناهیلۍ لا زیاتې کړې. کله چې خور مې په دې خبر خبره شوه، کړوپه شوه او سخته یې وژړل، ته وا د ژوند ټوله شتمني یې بایللې ده. ښه مې یادېږي چې خور مې څنګه په ګونډو شوې وه او درګرده یې ژړل. خو زه له پښو غورځېدلې وم او څه مې نه شوای کولی.
د پوهنتون تر بیا پرانیستل کېدو [د ۲۰۲۲ په مارچ کې] وروسته په لومړي ورځ چې ورتلم، سره له دې چې نه مې غوښتل، د کېږدۍ غوندې چادرۍ په اغوستلو مجبوره شوم او تور ماسک مې پر مخ و. دا هغه څه وو چې طالبانو عملي کړي وو. کله چې د ټولګي خوا ته ورتلم، هیله مې درلوده چې زدهکړې مو بیا پیل شي او هر څه عادي حالت ته ورستانه شي او ځلانده راتلونکي ته خوشبینه وم.
خو دغه خوشبیني او هیلهمندي هله په ناهیلۍ واوښته چې د طالبانو د ډلې یوه ښځه زما خوا ته راغله او د درېدلو یې راته وویل. هغې وویل: «تاسو نجونو هر څه مردار کړي دي.» او بې له دمې زما په سپکولو لګیاه وه او په بېادبه ژبه یې خبرې کولې او ویې ویل: «تاسې چې پر هر شي پښه ږدئ، هغه مرداروئ. هر څه!» پوښتنه مې ځنې وکړه: «ولې؟» او هغې ځواب راکړ: «کله چې په لاره ځې، ولې دې د چادرۍ لاندنۍ برخه خلاصه پاتې کېږي؟» وپوهېدم چې هغه مې تر زنګانه لاندې د چادرۍ لمنې ته نغوته کوي.
[د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو تر بیا بندېدو وروسته] خورا لویه هیله مې دا وه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو ورونه دې بیا د نجونو پر مخ خلاص شي. زدهکړې او آزادي د هغوی ښکاره حق دی، ځکه هغوی هم د انسان په حیث خپلې موخې او هیلې لري.»
