«ان د میندوارۍ په مهال مې د ځانوژنې هڅه وکړه»

Sadiqa
خبریاله او پخوا د ښځو د حقونو فعاله, بدخشان
A woman in a veil bends over to feed her sheep.
© Sayed Habib Bidell

«د جمهوریت تر سقوط وړاندې مې د بشر د حقونو په بېلابېلو موسسو کې کار کاوه. څه باندې شپږ کاله مې په غږیزو او انځوریزو رسنیو کې فعالیت کاوه.

د پخواني نظام تر سقوط وروسته زه او زما کورنۍ مجبورې شوو چې په ناقانون ډول ایران ته وتښتو. له بده مرغه، په پوله کې ایراني پولیسو ونیولو او په زور یې افغانستان ته راستانه کړو. موږ هڅه وکړه چې په قانوني لارو خپل د پناه‌غوښتنې وضعیت ثابت کړو خو غوښتنې مو رد شوې. آخر د اقتصادي ستونزو او د خپل خوندیتوب په اړه د اندېښنو په وجه د مېړه خپلوانو ته مو پناه یوړه چې هغوی ډېر محافظه کار او افراطي وو.

په لومړیو ورځو کې هغوی سخت محدودیتونه راباندې وتپل او سوکه سوکه یې زه یرغمله کړم. زه یې مجبوره کړم چې له پلارګنۍ او دوستانو سره مې ټولې اړیکې وشلوم. هره ورځ مې د کورنۍ ۲۸ غړو ته ډوډۍ باید پخه کړې وای او پنځه غواوې مې باید لوشلې وای؛ کوچ مې ایستل او درانده فیزیکي کارونه مې کول. دغه چارې راته ډېرې ستومانوونکې وې. کله کله به په کارونو کې تېروتنه رانه کېده چې نتیجه به یې زما په وړاندې فیزیکي تاوتریخوالی و. هغوی څو ورځې زما ۲ کلن زوی رانه بېل کړ او د لیدو اجازه یې رانکړه. ان مېړه مې یې زما په وړاندې ولمساوه. دغه وضعیت څه باندې یو کال روان و.  

سره له دې چې میندواره وم، مېړه مې وویل چې غواړي طلاقه مې کړي او زوی مې رانه واخلي. کورنۍ یې وویل چې که اولاد دې هلک و، د هغوی به وي او که نجلۍ وه زما به وي. دغه وضعیت مې پر اروايي روغتیا ډېره اغېزه وکړه، په تېره بیا چې لا له مخکې د درندو کارونو او زیات وزن بایللو په وجه مې جسمي روغتیا هم بایللې وه او د شمزۍ په ستونزو او د ملا په درد اخته شوې ومه.

دې وضعیت سخته ناهیلې او ناتوانه کړې وم، تر دې چې د ځانوژنې هڅه مې وکړه. د موږک زهر مې د دې کار لپاره وکاراوه. خو د کورنۍ غړي مې خبر شول او زه او زما په نس کې بچی ژر روغتون ته یوړل او وژغورل شوو.

مېړه مې چې د دې وضعیت شاهد و، ویې پتیېله چې طلاقه مې نکړي او د اوسېدو ځای مو یې بدل کړ. موږ سرپل ولایت ته ولاړو او د دې لپاره چې د طالبانو لاس ته ونه‌لوېږو، په پټه ژوند کوو او د خپل بهرمېشتي ورور په مالي مرسته مو ژوند چلوو.

د یوې افغانې او له دې دردوونکو تجربو د راپاتې شوې ښځې په توګه هوډمنه یم چې د نړۍ پام په افغانستان کې پېښېدونکي ناورین ته چې ښځې په سیستماتیک ډول له کار او ټولنې حذفېږي، راواړوم. له نړیوالې ټولنې او نړیوالو موسسو غواړم چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټاید په رسمیت وپېژني او پر طالبانو عملي فشار راوړي.»
راتلونکې کیسه
«هر ځل چې پر ځمکه ولګېدم، بېرته نېغه ودرېدم»
Woman dressed in yellow sews red velvet material at a sewing machine.