«هر ځل چې پر ځمکه ولګېدم، بېرته نېغه ودرېدم»

Saghar
د کالي ګنډلو د فابریکې څښتنه, فراه
Woman dressed in yellow sews red velvet material at a sewing machine.
© Sayed Habib Bidell

«د حکومت تر سقوط وړاندې، پر دې سربېره چې په یوه موسسه کې د خیاطۍ ښوونکې وم، د کالي ګنډلو فابریکه مې هم چلوله چې د ۷۰ تاجرانو په پانګوونې سره په فراه کې جوړه شوې وه. خو په هېواد کې د عمومي تحولاتو، د پانګوالو د وتلو او د کاروبار او د اقتصادي بازار د خراب وضعیت په وجه فابریکه څه موده وروسته بنده شوه.

د فابریکې تر بندېدو وروسته مې څو ورځې وژړل. روحیه مې بدله شوې وه. چیغې مې وهلې، د ورځنیو مسایلو په وړاندې مې غیرعادي غبرګونونه کول او ګاونډیو ښځو او خپلوانو مې چې زما اوښکې یې لیدلې، ویل یې: «د کاروبار بندېدل خو چندانې مهمه مسئله نه ده.» هغوی نه پوهېدې چې دا زما هیله وه چې مړه شوې وه او روحیه یې نه وه راته پرېښې.

له هاغه مهاله چې لا د اوم ټولګي زده‌کوونکې وم، په ځان بسیا ومه او خپل او د خپلې کورنۍ اړتیاوې مې په خپل کم عاید پوره کولې. زه او دوې خویندې مې مجبورې وو چې کار وکړو ځکه د پلار عاید مې لږ و او د لګښتونو لپاره نه بس کېده نو موږ ټولو د کور او اته‌ کسیزې کورنۍ د لګښتونو برابرول په غاړه لرل.

خو تر سقوط وروسته، زموږ د کورنۍ د ټولو مالي اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت زما د پلار پر اوږو شو چې له بده مرغه د هغه عاید هم بس نه دی. دوې خویندې مې چې یوه یې آرایشګره او بله یې د یوې موسسې کارمنده وه، هم خپلې دندې له لاسه ورکړې. که مې پلار نن تقاعد شي، د ژوند د لګښتونو لپاره به هېڅ سپمولی نه لرو.

باید ووایم چې اوسنیو شرایطو مې ملا ټیټه نه کړه او تسلیمه نشوم. د پور په پیسو مې خپله وړه فابریکه جوړه او کار مې پیل کړ.

له بده مرغه، څه موده وروسته د محدودیتونو په وجه زما دغه فابریکه هم بنده شوه. فابریکه مې په اتمه ناحیه کې د استخباراتو ریاست ته نژدې وه. هغې ودانۍ ته چې ما کرایه کړې وه، ډېرو ښځو تګ راتګ کاوه. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کسان دوه ځله راغلل او زه او زما شاګردانې یې د مطلوب اسلامي حجاب په نه‌رعایتولو تورنې کړو، حال دا چې موږ مناسبې جامې اغوستې او تن مو پټ و.

څه موده وروسته، د فابریکې د ودانۍ څښتن د محدودیتونو تر فشار لاندې مجبور شو چې د کرایې قرارداد لغو کړي. نو مجبوره شوم چې د تولید وسایل او تجهیزات په کمه بیه وپلورم او یو ځل بیا مې ټولې هیلې او هڅې خاورې شوې.

اوس مې په درېیم ځل د درېو نورو ښځو په همکارۍ یوه کورس کې ښځو ته تدریس پيل کړی او د جامو د یوه برنډ په ایجادولو کار کوم.

هر ځل چې پر ځمکه لګېدلې یم، بېرته نېغه درېدلې یم او که بیا مې په لاره کې بل خنډ پیدا شي، یو ځل بیا به په لا زیات ځواک او نېغ قامت سره ودرېږم.»
راتلونکې کیسه
«هره مرمۍ چې دوی توغولې، داسې بریښي چې د بې شمیره میرمنو د خوبونو او هیلو د ویجاړولو سمبول وي»
Four veiled women sitting together looking sideways.