«هره مرمۍ چې دوی توغولې، داسې بریښي چې د بې شمیره میرمنو د خوبونو او هیلو د ویجاړولو سمبول وي»
Sahar
«د ۲۰۲۱ د آګسټ ۱۵مې ته په نژدې ورځو کې مې په یوه نړیواله موسسه کې ښه دنده درلوده. پر رسمي چارو سربېره، په بېلابېلو ټولنیزو چارو کې فعاله وم، او د ښځو د حقونو د یوې ژمنې مدافع او د مدني حقونو د فعالې په توګه مې بې له ستومانۍ کار کاوه.
د جمهوري حکومت له سقوط سره مې هر څه وبایلل. دنده مې، هېلې مې هر څه مې له لاسه ووتل. اوس په یوه وړکتون کې د ماشومانو د پالونکې په توګه کار کوم. خو لا هم هماغسې په ولایتي او ملي کچه د ښځو د حقونو په برخه کې یوه له سلګونو ناپېژاندو خو اغېزناکو څېرو څخه یم. همدارنګه د ښځو د پیوستون د ټولنې یوه ژمنه غړې هم یم.
زه هېڅکله هغه زړه بوږنونکي پېښې نشم هېرولی. د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه، افغانې ښځې یو ځل بیا د کور په څلورو دېوالونو کې ایسارې شوې، خو د هغوی درېدا داسې اور بل کړی چې ټولې افغانې ښځې یې رانغاړلې دي.
د کلونو په بهیر کې په رسنیو کې د خپل کار، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخو کې د ګډون په وجه له زیاتو ګواښونو سره مخامخ شوم. ان په دې سختو شرایطو کې خپله کورنۍ هم زما ملاتړ ونه کړ او مجبوره شوم چې څو میاشتې خپل زېږنځای پرېږدم.
اوسمهال، په یوه ناهیلې کوونکې چاپیریال قدم اخلم. کله کله د دې مبارزې پرېښودلو باندې فکر کوم، ځکه اوسني شرایط د ښځو لپاره یوازې د وخت تېرېدل دي، نه ریښتینی ژوند.
له کار او زدهکړو څخه د ښځو حذفېدل، زما پر اروايي او احساسي روغتیا اغېزه کړې ده. خو له اوسنیو شرایطو د خلاصون یوازینۍ لاره د ښځو پایښت او د تسلیمېدو له هر ډول مذاکراتو څخه د هغوی ډډه کول دي.
زما هیله دا ده چې نړیواله ټولنه دې د افغانو ښځو برخلیک بدل کاندي. نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې افغانې ښځې یوازې پرې نه ږدي. موږ، افغانې ښځې، له نړیوالې ټولنې غواړو چې د ښځو د ملاتړ لپاره دې اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي چې خپل حقونه او امتیازونه بېرته راخپل کړو.»
