«هره ورځ د طالبانو له لوري له سپکاوي، تحقیر او مدامو ګواښونو سره مخامخ یم»
Sakina
«سکینه یم، د پروان ولایت او د ښځو د حقونو فعاله. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هر څه راته سخت شول، ان ساه کښل.
سخت اقتصادي شرایط، د ژوند ستونزې او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول راته ډېر سخت شوي او ژوند یې راته ډېر ننګوونکی کړی دی.
ما شاوخوا ۲۰ کاله د ښځو د حقونو، انساني ارزښتونو، د اقتصادي وضعیت د بهترۍ او د تفکر او مهارتونو د رواجولو لپاره او له ښځو سره د تاوتریخوالي په مقابل کې مبارزه کړې ده. خو اوس طالبان موږ ته هېڅ حق او درناوي قایل نه دي. طالبانو موږ له ټولو ټولنیزو ډګرونو شا ته تمبولې یو او موږ د ټولنیز فعالیت او په ټولنه کې د حضور اجازه نه لرو. دې وضعیت پر ما سخته اغېزه کړې او ذهن او روح یې را زخمي کړي دي.
پخوا ښځو ځانګړی ځای او حقونه لرل. موږ په سیاست کې برخه لرله، د پرېکړې حق مو درلود، زدهکړې مو کولی شوای او په ټولنه کې مو فعاله برخه لرلی شوای.
ډاډه یم چې د داسې پرېکړو له تپل کېدو سره چې ښځې له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه منع کوي، د نجونو او ښځو په منځ کې د کمعمرو او جبري ودونو او د ځانوژنو شمېر به زیاتېږي. پخوا هغو موسسو چې ما په کې کار کاوه او نورو ادارو د ښځو حقونه او دفاع یې ډېر مهم بلل او په ګډو هڅو د ښځو اکثره ستونزې حل کېدې.
اوس د ښځو لپاره د موسسو د فعالیت له درېدو سره، موږ د اپوټه نتیجې او د ښځو د ځپلو او غلې کولو لپاره د طالبانو د ادارو د فعالیت د ډېرېدو شاهدان یو.
