«ما ویرونکې تجربې تېرې کړې، لکه فیزیکي تاوتریخوالی او پرله پسې ګواښونه»
Saleha
«زما ژوند د ۲۰۲۱ د آګسټ تر ۱۵مې مخکې ډېر متفاوت لوری او متفاوته موخه درلوده. ما په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته په ځانګړي تمرکز سره د بشري حقونو د دفاع لپاره په ژوره توګه ژمنه وم. د ځوانانو د یوې استازې او د بشري حقونو د فعالې په توګه، ما د افغان ښځو او نجونو د ژوند په مختلفو اړخونو کې د پام وړ اغیز لرلو لپاره د یو ژور مسؤلیت احساس وکړ. زما دنده زدهکړو، فرصتونو او عامه هوساینې ته د ښځو د لاسرسي آسانول وو.
خو کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، زما نړۍ هم ویجاړه شوه. هغه هیلې چې ما له کلونو راهیسې په زړه کې پاللې وې، په ځانګړې توګه د یوه مدني فعالې په توګه زما رول، ناڅاپه له منځه ولاړ. د طالبانو سختو قوانینو د ژوند په ټولو اړخونو، په ځانګړې توګه د ښځو او د هغوی پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړل. دا د یو سخت او ځپونکي دور پیل و او دوه کاله وغځېد.
شپې مې په وېره او بېخوبۍ کې تېرولې. وېرېدمه چې طالبان ښایی هره شېبه راپسې راشي. څه چې دغه وېره یې لا زیاتوله، د طالبانو د زندانونو اورېدلې کیسې وې. دغې سختې وېرې زما آرام لوټلی و او زه په سخته اندېښنه او اضطراب کې اوسېدمه.
زما په ژوند کې خورا مهم بدلون د خپل جسمي او ذهني روغتیا پوره بایلل وو. ځینې ورځې ان ساه کښل راته ډېر سخت شوي وو. پر افغانو ښځو د طالبانو سختو محدودیتونو موږ د ناهیلۍ نړۍ خوا ته روانې کړې یو. د آګسټ په ۱۵مه د کابل سقوط د افغانستان په تاریخ کې په توره ورځ بدله شوه، داسې ورځ چې ښځې او نجونې په زور په کورونو کې بندیانې شوې او هیلې یې ماتې شوې.
د دې بوږنوونکو شرایطو په بهیر کې، افغانو ښځو ما غوندې حس درلود چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري هېرې شوې دي. هغه ستونزې چې موږ ورسره مخامخ شوو، له تصوره ورهاخوا وې. ان که معجزه غوندې چاره وشي او موږ ته د کار او زدهکړو حق راکړل شي، له دې مصیبت نه راپاتې اروايي زخمونه به کلونه وخت وغواړي چې ورغېږي.
