« زه له خپل اوسني اسارت څخه خورا ډېره استفاده کوم»
Negina
«۱۵ کلنه یم. له بده مرغه وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل نه یوازې په دولتي ښوونځي کې بلکې په خصوصي کورسونو کې هم ونه توانېدم چې خپلې زدهکړې وغځوم. که شرایط د پخوا غوندې وای، اوس به په یوولسم ټولګي کې وای او کانکور ازموینې ته به چمتو کېدمه.
یوه موده مې له سخت ډپرشن سره تېره کړه، خو د کورنۍ په مرسته مې بېرته روحیه واخیسته او د څو کتابونو مطالعه مې پيل کړه. تر دې دمه توانېدلې یمه چې په لومړي ځل ۲۰ ښوونیز کتابونه ولولم او په کراتو یې تکرار کړم. هممهاله، هڅه کوم له خپلې مشرې خور نه خیاطي زده کړم. زه بریالۍ شومه چې د بېلابېلو جامو په ګنډلو سره، د یوې سپینې دړې د اخیستلو لګښت پيدا کړم.
هممهاله په تېرو شپږو میاشتو کې د ګاونډیو ۱۲ ماشومانو ته چې د بېوزلۍ یا نورو علتونو په وجه نور ونه توانېدل چې ښوونځي ته لاړ شي، تدریس کوم. موږ په ورځ کې یو ساعت زموږ د کور په یوه کوټه کې درس وایو. زه خپلو زدهکوونکو ته ځینې مضمونونه لکه ریاضي او دري تدریسوم او له ښه مرغه دوی اوس لیک لوست کولی شي.
کله کله خپلې اندېښنې راباندې درنېږي خو سر اوچت نیسم او له ځانه سره ژمنه کوم چې خپلو هیلو ته به رسېږم. دې سره هیله لرم چې ګانده د رسنۍ د یوې ویاندې یا د ټلویزیون د کوربنې په توګه کار وکړم. په همدې وجه د مطالعې له لارې خپله پوهه او د کلمو زېرمه پراخوم.
پلار مې بزګر او مور مې د کور مېرمن ده. پلار مې د پخوا غوندې د کور لګښتونه نشي پوره کولی نو هڅه کوم چې د جامو ګنډلو له لارې څه پیسې وسپموم چې یو خصوصی ښوونکی وګومارم او انګلیسي زده کړم. زما وروستۍ موخه د بورسیې ترلاسه کول دي چې په یوه معتبر بهرني پوهنتون کې خپلې لوړې زدهکړې وغځوم.
