«په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې نجونې هره ورځ بې له کومه خنډه ښوونځي ته ځي، زما لپاره دا ایله یو خوب ګرځېدلی دی»
Nilab
«زه د افغانستان یوه نجلۍ یم چې هیلې او خوبونه لري. داسې نجلۍ چې خوبونه یې تر دوه کاله مخکې پورې رښتیا کېدونکي وو. خو نن هر څه ناممکن ښکاري او تل ځان پوښتم: «دا به ممکن وي چې خوبونه مې رښتیا شي؟» داسې خوبونه د نورو نجونو لپاره په ټوله نړۍ کې ورځنۍ عادې چارې دي. خو زما لپاره اوس یوازې یوه هیله ده.
د ۱۴۰۰ (۲۰۲۱م) په لومړۍ نیمايي کې، په دوولسم ټولګي کې وم چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد. د طالبانو له واکمنېدو سره، د افغانستان د ټولو خلکو خوبونه له منځه لاړل. یادېږي مې، هغه شپه چې د هرات د سقوط خبر مې واورېد، تر سهاره پورې مې وژړل. ناڅاپه، وېرې، ترهې او ناهیلۍ زما ژوند راچاپېر کړ. پوهېدم چې نوره ښوونځي ته نشم تلی، د زدهکړو لپاره ټوله تیاري مې ناڅاپه له منځه ولاړه. په دې وپوهېدم چې نوره نشم کولی د دندې لرونکې مېرمنې په حیث د خپل هېواد خدمت وکړم.
طالبانو د ښوونځیو د بندولو امر وکړ خو په دا بل کال، سره له دې چې ښوونځي بند وو، دوی د دوولسم ټولګي فارغانو نه د کانکور ازموینه واخیسته. موږ ټولې هیلهمنې وو چې د کانکور د اخیستلو معنا به دا وي چې پوهنتونونه به پرانیستل کېږي او موږ به خپلې زدهکړې غځولی شو.
د کانکور ازموینې د اخیستلو ګټه نو څه ده چې زموږ نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازې نه خلاصېږي؟
د طالبانو له لوري د پوهنتونونو د دروازو له بندېدو وروسته، ما وپتیله چې د انګلیسي او کمپیوټر د زده کولو لپاره په یوه خصوصي کورس کې شامله شم. خو طالبانو هغه کورسونه هم بند کړل او زه تر پخوا زیاته ناهیلې شوم. ما د څه زده کولو لپاره هېڅ لاره نه درلوده او خپل راتلونکي ته مې فکر کاوه. زه مجبوره شوم چې ورځې مې بې له ځانګړې موخې په کور کې تېرې کړم.
څه موده وروسته زه د یوه خپلوان کره ولاړم. خیاطي مې هلته زده کړه. بالاخره، انسان باید له وخت نه بهترینه ګټه واخلي. ما به نو څنګه کولی شوای چې خپل وخت بې هدفه تېر کړم؟ نو د خیاطۍ زدهکړې ته مې مخه کړه او اوس موده کېږي چې ځان مې په همدې کار بوخت کړی.»
