«موږ په داسې هېواد کې چې اوس مو فعالیت مخرب بولي، د خپل ځایګي د بېرته موندلو لپاره هڅه کړې ده»
Niloofer
«زما د ژوند یوازینۍ موخه د افغانو ښځو د ژوند ښه کول دي. زه په ټولنپوهنه کې د ماسټرۍ سند لرم او تقریباً ۱۵ کاله کېږي چې د یوې پرمختیايي ادارې لپاره کار کوم. د دې موسسې دنده په کابل کې د ښځو پیاوړې کول او د خپلو اساسي حقونو په دفاع کې له هغوی سره مرسته کول وو.
هره ورځ له داسې ښځو سره په اړیکه کې وو چې د طالبانو د لومړي دور په واکمنۍ کې د خپل ژوند د لوړو ژورو کیسې یې راته کولې. هغوی له خپلو اساسي حقونو څخه هر اړخیزه خبرتیا نه درلوده او موږ په همدې برخه کې هڅه وکړه چې هغوی په خپلو انساني حقونو خبرې کړو. هغوی داسې ښځې وې چې کولی یې شول ټولنه بدله کړي نو وتوانېدو چې سره ګډ ارزښتونه وپالو. موږ بې وقفې د ارزښتنمو فعالیتونو لپاره هڅه وکړه، د مرستې لاسونه مو ورکړل او د پوهاوۍ کچه مو پراخه کړه. زموږ هیله ساده خو هراړخیزه وه: په روښانفکره او پرمختلونکې ټولنه کې ژوند کول. نهپوهېدو چې ژر به مو د هیلو دنیاګۍ په بله اوړي.
د ۲۰۲۱ په آګسټ میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره زموږ ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې. ټول هغه څه چې هلې ځلې مې ورته کړې وې، پروګرامونه، خوبونه او هیلې مې د سترګو وړاندې ونړېدل. افغانستان چې یو وخت یو هیلهمن او پرمختلونکی ملت و، په څو ورځو کې درې لسیزې شا ته ولاړ. ښځې په کورونو کې بندي شوې او نشي کولی چې له یوه نر سرپرسته پرته له کوره وځي. د ښځو زدهکړې اوس جرم ګڼل کېږي او پوهنتون ته تلل په نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل شوي دي. موږ بېرته د درې لسیزې مخکې ورځو ته ستانه شوي یو چې نړۍ د افغانو ښځو وړتیاوو او استعدادونو په برخه کې بېتوجه وه.
هغه نوي محدودیتونه او فرمانونه چې د طالبانو له لوري اعمال شول، د هغو کسانو لپاره لازیاتې ستونزې رامنځته کړې چې له دې سختو قوانیونو سره یې د مخالفت جرئت درلود. هغه فرمان چې طالبانو په دې وروستیو کې د ښځو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیدو په اړه صادر کړ، د هېواد د ټولو ښځو او نجونو زړونه یې ودردول. موږ وېره دا ده چې یوه ورځ به دا هم اعلان کړي چې د ښځو ژوند حرام دی.
زه په داسې راتلونکي باور لرم چې د پسرلي راستنېدل او د خپلو هیلو زرغونېدل به په کې لمانځو، داسې راتلونکی چې زموږ هیلې به په کې سر ته رسېږي. موږ د افغانستان ښځې اوس مهال له تیارې سره مخامخ یو خو پر خپلو خوبونو او خپل نهماتېدونکي روح باندې ټینګې درېږو او د هغې ورځې انتظار کوو چې لمر په آزاد او آباد هېواد کې راوخېژي.»
