«د هرې ورځې تېرېدل زما او زما د لور لپاره د تدریجي مرګ غوندې دي»
Pari
«هغه سړی چې راباندې ګران و، شپږ کاله مخکې زما مرکې ته راغی. هاغه مهال ۲۱ کلنه وم او کورنۍ مې له پخوا هغه نه پېژانده خو هغه ښایسته سړی و او کورنۍ مې هم له دې واده سره کوم مخالفت نه درلود. واده مو په تلوار وشو او زه هغه نوي کور ته ورغلم چې په اړه یې ډېر کم پوهېدم.
زه د ښار نجلۍ وم خو د مېړه کورنۍ مې د یوې کلیوالې سیمې وه چې په دې واقعیت پورې ځینې توپیرونه ورغوټه وو. خو ما جوړ جاړی او نسبتاً د رضایت وړ ژونده جوړ کړی شو.
زما له واده نه د درېو کلونو له تېرېدو وروسته، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې وضعیت مخ په خرابېدو شو. مېړه مې په یوه خصوصي ټلویزیون کې کار کاوه او ډېری وخت به د هلمند او کابل تر منځ په سفر و. د افغانستان د امنیتي وضعیت له بدتره کېدو او د طالبانو په لاس د ولایتونو له سقوط سره، هغه هم د ډېرو نورو خلکو غوندې د کابل هوايي ډګر ته ولاړ. په هغه ګډوډۍ کې یې وشول کولی چې یوې داسې الوتکې ته وروخېژي چې د افغانانو د ایستلو لپاره هلته درول شوې وه.
شپږ میاشتې وروسته مې مېړه ټیلفون راوکړ او خبر یې راکړ چې زما د طلاقولو نیت لري. په هاغه شېبه کې، یوازې یوه پوښتنه مې په مغزو کې تېره شوه چې که کومه ورځ مې دوه کلنه لور رانه وپوښتي چې پلار یې چېرې دی او ولې یې موږ یوازې پرېښي یو، نو څه ځواب به ورکوم.
دوه کلنه لور مې او زه د خپل شاوخوا په پېښو او شرایط هېڅ نه یو خبر. زه اوس یوه یوازې ښځه یم چې په ژوند کې مې له خپلې لور پرته بل څوک نشته.
زما یوازینۍ هیله دا ده چې د خپلې لور د تعلیم او لا ښه ژوند لپاره هلې ځلې وکړم چې لږ تر لږه هغه له داسې سختیو سره مخامخ نه شي چې ما تجربه کړې دي.»
