«د هغې ورځې لاره څارم چې ښځې او نران بیا یو د بل تر څنګ ودرېږي او له برابرو حقونو برخمن وي»
Parisa
کله چې طالبانو د نجونو زدهکړې منع کړې په دوولسم ټولګي کې وم او له دې سره مې د سپینې چپنې د اغوستلو خوب له منځه ولاړه.
ډېر سخت وختونه مې تجربه کړل. اول ځل چې طالبان ښار ته راننوتل، یوه میاشت مې نشول کولی چې له کوره وځم. د دې شاهده وم چې نجونې د طالبانو د خوښې حجاب په نه اغوستلو په متروکو وهل کېدې.
له بله اړخه مې کورنۍ د پېغلې مجردې لور په لرلو اندېښمنه وه او هڅه یې وکړه چې د خپلې هوساینې لپاره زما واده ته مناسب کس وګوري. ورځ تر بلې مې لا ډېرو ټولګیوالو د طالبانو له وېرې ودونه کول. پر ما هم د کورنۍ فشار زیاتېده.
ورو ورو مې اروايي روغتیا بدتره شوه او کله کله به سختۍ ساهلنډۍ نیولم. دغه وضعیت پلمه شوه چې د واده له لومې وتښتم. هغې کورنۍ چې واده مې یې له زوی سره کېده، نوره نهغوښتلم.
د اروايي فشار د کمولو لپاره مې په یوه شرکت کې کار پیل کړ. خوشحاله ومه چې کولی مې شول له خپلې کورنۍ سره اقتصادی مرسته وکړم. خو څه موده وروسته، پر ښځو کاري محدودیتونه وضع شول. طالبانو زموږ شرکت ته یوه خبرتیا راولېږله چې ټولې ښځې باید له دندو لرې شي. زه وایستل شوم او ژوند مې بیا سخت شو.
طالبان زموږ د ژوند پرېکړې کوي او ان په خپلو کورونو کې هم د آرامۍ احساس نه لرو. هغوی زموږ د فکر او بیان آزادي اخیستې ده.
هیله مې درلوده چې ډاکټره شم خو طالبانو د پوهنتونونو ورونه وتړل. خو طبي انستیتوت لا هم د نرسنګ او قابلهګۍ په څانګو کې پرانیستی دی او زه په همداسې یوه خصوصي انستیتوت کې د قابلهګۍ په څانګه کې زدهکړې کوم چې په لرې پرتو سیمو کې د هغو ښځو د مرستې هیله مې پوره کړم چې روغتون ته یې لاس نهرسېږي.
له ټولو هغو کسانو چې نندارچیان دي غواړم چې افغانې ښځې یوازې پرې نږدي، ځکه که موږ قرباني شو، نړۍ به هېڅکله آرامۍ ته ونهرسېږي.»
