«طالبان د ښځو له ځواک، پوهې او فهم څخه ډارېږي»
Quraisha
«نوم مې قریشه دی او په یوه دودیزه ټولنه کې له خپلې مور او خور سره اوسېږم. پلار مې وفات شوی او په ژوند کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ شوم. ما د تحصیل لپاره مبارزه وکړه چې د خپلې کورنۍ او ټولنې ملاتړ وکړم. شپې تر ناوخته ویښه پاتې کېدم، لوږه مې ګالـله او سخته خواري مې کوله چې د البیروني پوهنتون د طب څانګې ته بریالۍ شم.
د پوهنتون په درېم کال کې مې د ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ احساس درلود. خو زر مې ورپام شول چې د طالبانو له لوري د قدرت نیولو زما موسکا په اوښکو بدله کړه او زما ټول خوبونه یې له منځه یوړل. طالبان چې واک ته ورسېدل، وېره مې درلوده چې خلک به مو بیا د جهالت تیاره دور ته ورستانه شي او له بده مرغه همداسې وشول. افغانې ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې او ژوند یې د کور په څلورو دېوالونو پورې محدود شو.
که افغانې ښځې او نجونې نن تحصیل پرېږدي او ظلم ته غاړه کېږدي، دا به په حقیقت کې د راتلونکو نجونو په برخه کې زموږ بېعدالتي وي او داسې به د هغوی د ژوند لوری لا سخت شي. زه هیله لرم چې د راتلونکو نسلونو لپاره زموږ میراث له ویاړ او پوهې ډک وي، نه له ناپوهۍ.
هیله مې دا ده چې هېواد مې د جهل له ټولو زنځیرونو چې هوا یې ککړه او ساه اخیستل یې سخت کړي دي، خلاص شي او افغانې ځوانې نجونې د کور په څلورو دېوالونو بندي نشي.
د یوه انسان په حیث له نړیوالې ټولنې زما غوښتنه دا ده چې زموږ ملاتړ دې وکړي. موږ هم انسان یو او غواړو د نورو انسانانو غوندې ژوند وکړو.»
