«د طالبانو د ښځو ضد حکومت په دې نرواکه ټولنه کې بې له شکه زما لپاره وحشتناک ژوند جوړ کړ»
Noorhaya
«زه نورحیا یم، ۲۰ کاله عمر او دوې وړې خویندې او یوه معلوله مور لرم. د کورنۍ نفقه یوازې پر ما ده ځکه چې پلار مې نشته چې لاس مو ونیسي.
د ۲۰۲۱ تر آګسټ د مخه مې په یوه ښځینه نانوايي کې په نیمروز ولایت کې د ډوډۍ پخوونکې په توګه کار کاوه او په خپل ډېر کم عاید سره به مې د کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
ما تر سقوط تقریباً یوه میاشت وروسته په ډېره وېره او اضطراب په نانوايي کې خپل کار کاوه. طالبانو یا ښځې له هغو ځایونو چې نرانو او ښځو سره یوځای کار کاوه، بېخي وشړلې یا یې هغه ځایونه بند کړل. زموږ په کارځای کې پر ما سربېره، دوې نورې ښځې او څو نران کارمندان هم وو.
له خپله کار د شړل کېدو دقیقه نېټه نه ده رایاده خو د ۲۰۲۱ د سپټمبر وروستۍ ورځې وې چې څلور طالبان راغلل او د کار څښتن ته یې وویل چې که په نانوايي که کاریګرې ښځې وویني، نو دوکان به یې بیخي وربند کړي. وروسته یې موږ په سپکاوي او سخت خشونت له نانوايي وایستلو.
زه مجبوره شوم چې بیا په کار پسې وګرځم ځکه د نهکار کولو معنا له لوږې زما د کورنۍ مړینه وه. یوه دوست راته وړاندیز وکړ چې د طالبانو یوه چارواکي ته ورشم او ورسره خبرې وکړم، ګوندې زړه یې رحم وکړي او اجازه راکړي چې بېرته په نانوایۍ کې په کار ولګېږم.
له هاغه وخته تر اوسه پورې د خلکو په کورونو د سپکاوي په زغملو او د خورا زیاتې ناهیلۍ په اوج کې کار کوم او له زغملو پرته بله چاره نه لرم. هیلهمنه یم چې لږ تر لږه زما وړو خویندو ته شرایط بدل شي او هغوی هېڅکله د دې شرایطو تریخ خوند ونه څکي.
زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې زموږ افغانو ښځو او نجونو او د خپلو بشري حقونو لپاره زموږ د مبارزې د ماهیت ملاتړ وکړي، ځکه که داسې نه شي نو موږ ښځې به د دې بېرحمې او غیر انساني ډلې د سیاست قربانۍ شو.»
