«زما په نظر، افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی»

Rabia
د بسکټبال لوبغاړی, هرات
A woman in a black facemask and hijab stands by french doors, looking to the right.
© Sayed Habib Bidell

«په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې زه د بسکټبال ملي ټیم غړې ومه او په یوه زندان کې مې د ښځمنو بندیانو د ورزشي روزونکې په توګه کار کاوه. ۱۰ کال د بسکټبال ملي ټیم غړې وم او د لوبغاړې په توګه مې دغه فرصت درلود چې څو هېوادونو ته سفر وکړم، خو په دې لاره کې سترې ننګونې مې په مخکې وې. ما دې ځای ته د رسېدو لپاره ډېره هڅه کړې وه او په خپلو بریاوو ویاړېدمه. خو د آګسټ تر ۱۵مې وروسته مې ټول خوبونه په یوه شپه کې له منځه ولاړل.

اوس په هېواد کې اوضاع بیخي د وړاندوینې نه دي. شپه څملې، سهار چې راپاڅې؛ وینې چې د ښځو لپاره نور نوي قوانین وضع شوي. زما لپاره خورا سخت هغه مهال و چې اعلان یې وکړ چې نجونې نور ورزش نشي کولی. ما د بسکټبال ملي ټیم ته د رسېدو لپاره ډېره هڅه وکړه او له ډېرو خنډونو واوښتم خو ناببره یې زما دنده، آزادي او هغه ورزش چې ډېره ورته لېواله وم، رانه واخیستل.

د طالبانو تر راتلو وړاندې مې د خپلې خوښې دنده او ښه عاید لرل او کولی مې شول چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم خو اوس له ګڼو مالي ستونزو سره مخامخ یم.

زه د بسکټبال د توپ له غږ، د ځمکې له دوړو خاورو او د دې لوبې له تلوسې سره لویه شوې یم. د بسکټبال میدان زما پناه‌ځای و چې کولی مې شوای خپله انرژي تخیله او ځان هوسا کړم. دوه اوږده کلونه له هغه وخته تېرېږي چې په وروستي ځل مې دې میدان کې ګام کېښود او نشتوالی یې تل زما زړه دردوي. دا داسې ده لکه ماشوم چې د خپلې خوښې لوبتۍ غواړي خو ناڅاپه هغه ورنه په وحشتناک ډول وتروړل شي.

زما په نظر، د دې نسل د میندو اندېښنې او رنځونه پر هغو ماشومانو چې دوی یې زېږوي، منفي اغېزه پرېباسي او په راتلونکو کلونو کې به په هغوی کې د جسمي او ذهني زیانونو سبب شي.

دا چې ما د دې ځپونکي رژیم په وړاندې له چوپتیا ډډه وکړه، په سړکونو کې د مقاومتګرو ښځو له لیکې سره مله شوم او له هغوی سره په ګډه د طالبانو په وړاندې د ښځو د حقونو غوښتونکې شوم. موږ په ډېرو اعتراضونو کې ګډون وکړ او پتیېلي مو وو چې پر موږ د تپل شویو غیرعادلانه محدودیتونو په وړاندې اعتراض وکړو.

د هېواد ثبات په حساس او کړکېچن وضعیت کې دی او پر ښځو ناڅاپي او ځپونکي محدودیتونه وېره او ناامني زېږوي. زما په نظر، افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی، تر هغه زندان په کراتو تنګ او وېروونکی چې ما په کې کار کړی و ځکه په هغه زندان کې ښځو لږترلږه خپل ځانګړي حقونه لرل، لکه ورزش.

اوس د هرات په یوه روزنتون کې شپږم ټولګي نه کښته تقریباً پنځوسو نجونو ته تدریس کوم. هغوی ته ځینې ورزشونه لکه والیبال، فوټبال او بسکټبال ورښیم او ځینو لویو نجونو ته هم په پټه تدریس کوم.

له نړیوالې ټولنې غواړم چې د طالبانو ملاتړ دې نه کوي او په افغانستان کې د ښځو د ژوند سختو شرایطو ته دې پام وکړي.»

راتلونکې کیسه
«زما ورزش، زما هنر او ټولې هلې ځلې په یوه شپه کې بې‌معنا شول»
Veiled young woman holds books in a meeting space, wearing a facemask.