«زما ورزش، زما هنر او ټولې هلې ځلې په یوه شپه کې بې‌معنا شول»

Rangina
لوبغاړې او پخوانۍ محصله, بغلان
Veiled young woman holds books in a meeting space, wearing a facemask.
© Sayed Habib Bidell

«په یوه ولایتي ټیم کې د بسکټبال لوبغاړې وم او ددې لپاره مې اوه کاله مې له کولتوري او ټولنیزو خنډونو سره مبارزه وکړه. هم‌هماله مې د ښار په یوه پلورنځي کې د پلورونکې په توګه کار هم کاوه. بیا مې څه موده وروسته وپتییله چې آرایشګري زده کړم.

د اوزبیکستان د یوې بورسیې له ترلاسه کولو او هلته تر یو کال کار کولو وروسته، بېرته افغانستان ته راستنه شوم چې خپله پوهه او تجربې چې په دې برخه کې مې ترلاسه کړې وې د وطن له نجونو سره شریکې کړم او د بې خنډونو راتلونکي لپاره اوږدمهال پروګرامونه ولرم.

خو د ۲۰۲۱ د آګسټ تر ۱۵مې وروسته، د افغانستان تورې ورځې یا ښه به وي چې ووایم د افغانو مېرمنو لپاره تورې ورځې پیل شوې. زما ورزش، زما هنر او ټولې هلې ځلې په یوه شپه کې بې‌معنا شول.

هڅه مې وکړه چې د ټیم له غړو او روزونکو سره اړیکه ونیسم خو هغوی له ډاره د اړیکو ټولې لارې پرې کړې وې.

ډېر وخت نه و تېر چې طالبانو د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې د یوې غړې سر په وحشیانه ډول پرې کړ. دغه خبر مې چې واورېد، ومې نه شول کولی چې پر خپلو پښو ودرېږم.

هره ورځ چې تېرېدله وېره، ناهیلي او اقتصادي ستونزې پر ټولو باندې تر پرون زیاتې خپرېدې.

له دې ننګونو سره سره مې نه شول کولی چې وزګاره کېنم. ومې‌پتییله چې په کمپیوټرساینس کې خپلې لوړې زده‌کړې په یوه خصوصي پوهنتون کې وغځوم. پوهنتون ته مې له ورتګ یوه اونۍ وروسته طالبانو د نجونو لپاره د ټولو پوهنتونونو د بندېدلو فرمان ورکړ. له تحصیل، کار او ټولنیزو فعالیتونو د نجونو د حذفونو پرېکړې د ټولو نجونو هیلې له منځه یوړې.

وروسته مې انګلیسي کورس کې نوم ولیکه چې زده‌کړو ته ادامه ورکړم. سره له دې چې په ټولګي کې به مو تل ټیکري په سرونو وو خو طالبان به هره ورځ زموږ ټولګیو ته راتلل او که به چا چادري نه‌وه اغوستې، په سپکولو به یې له ټولګي ایستله. د هغوی موخه له زده‌کړو د نجونو خواتورې کول وو خو هېچا جرئت نه درلود چې خپل غږ اوچت او د هغوی په وړاندې اعتراض وکړي.

له ټولو وېرو او محدودیتونو سره سره مو دغه مسوولیت ته غاړه ورکړه او په کورس کې مو د ژبې زده‌کړه وغځوله. خو یوه ورځ طالبان راغلل او په ګواښلو او سپکولو یې ټولې نجونې له کورسه وشړلې. هماغه وروستۍ ورځ وه چې د ژبې د زده‌کړې په کورس کې مې ګډون وکړ.

له دې ټولو ستونزه سره سره مې یو ځل بیا له کوره بهر ګام کېښود او بریالۍ شومه چې په یوه سینګارتون کې په کم معاش کار پیدا کړم. خو لږه موده وروسته مې وحشتناک خبر تر غوږ شو ـ دا چې ان سینګارتونونه هم د بندېدو په حال کې دي. دا زما او په هېواد کې مې د ډېرو نورو ښځو او نجونو لپاره وروستۍ هیله وه.

میاشتې، اونۍ او ورځې مې په اندېښنو سره خبرونه څارل او تر وروستۍ شېبې مې د ښه راتلونکي، د افغانستان لپاره د روښانه او آزاد راتلونکي هیله درلوده. خو اوس له بده مرغه هېڅ هیله راته پاتې نه ده او له زرګونو ارمانونو سره غلې پاتې یم او یوازې نندارچي یمه.»
راتلونکې کیسه
«ما ته د ټولو اسنادو، چې زما د کلونو هڅو د بریاوو ښکارندوی وو، سوځول آسانه نه وو»
A woman in a blue hijab.