«ما ته د ټولو اسنادو، چې زما د کلونو هڅو د بریاوو ښکارندوی وو، سوځول آسانه نه وو»
Roqia
رقیه د حقوقو له څانګې فارغه شوې او په مختلفو هغو موسسو کې یې کار کړی چې فعالیتونه یې پر اروايي مشاورې متمرکز وو. هغه په اوښلنو سترګو راته کیسه کوي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې هیلې څنګه له خاورو سره خاورې شوې دي.
«هغه ورځ مې ښه یاده ده. د ۲۰۲۱ د آګسټ ۱۵مه وه، هغه مهال چې یوه په بل پسې د ولایتونو د سقوط خبر رارسېده. هماغه سهار مې یوې همکارې ټیلفون راوکړ. هغې وویل: «ټول اسناد دې پټ کړه؛ طالبان رانږدې کېږي او هغوی ټول اسناد ضبطوي.»
چابکه د خپل دفتر خوا ته وخوځېدم، په داسې حال کې چې خلک ترهېدلي وو او یوازې له وطنه د تېښتې په اړه یې فکر کاوه، ما په چټکۍ خپل اسناد او کمپیوټر راواخیستل. په هر ځای کې وېروونکي غږ انګازې کولې، ته وا ځمکه او آسمان په نړېدو دي. د غزني تر سقوط وروسته مجبوره شوم چې کور کلی پرېږدم او کابل ته ولاړه شم.
په کابل کې چې وضعیت سوکه سوکه آرام شو، بېرته غزني ته راستنه شوم. دا هغه ځای و چې ما به د بشري حقونو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په کې څېړلې. اسناد مې لا هم د دفتر د کمپیوټر په هارډ ډسک کې خوندي وو. په همدې وجه طالبانو زما ټیلفون نمبر او آدرس موندلي وو. بیا بیا به له ناپېژاندو شمېرو راته زنګونه راتلل. یوه ورځ د طالبانو د استخباراتو غړي زما کور ته چې د دفتر په څنګ کې مې و، راننوتل.
طالب سرتېرو په خپلو اوږدو ګډوډو ویښتانو، عجیبو مخونو او وسلو زما بچیان وډار کړل. مېړه مې تر ټولو زیات وېرېدلی ښکارېده. طالبانو زموږ د کور ټول وسایل لټ په لټ کړل خو زما اسناد یې ونهموندل. وروسته مې پرېکړه وکړه چې ټول اسناد مې وسوځوم ځکه ډارېدم چې پيدا به یې کړي.
په هغو ورځو کې مې د یوه آواره کس د وضعیت دروندوالی په خورا بد حالت کې پر اوږو یووړ. مېړه مې د غم، ناهیلۍ او نامعلومو دلیلونو په وجه په عصبي حملې اخته شو. اوس له فلج شوي مېړه او خپلو بچیو سره د داسې پناهځای په لټه کې یم چې د خوندیتوب احساس په کې وکړم.
