«پر ما غوندې ښځو باندې د چوپتیا یوه پرده خپره شوه او زموږ کورونه یې په زندان بدل کړل»
Sanjeeda
«د ۲۰۲۱ د آګسټ تر ۱۵مې وړاندې زما ژوند بل شان و. زه یوه فداکاره نرسه وم چې په ډېره لېوالتیا مې د نیمروز په بېلابېلو روغتونونو او کلینیکونو کې کار کاوه. دغه کار زما د څلورکسیزې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د معاش وسیله هم و.
خو د آګسټ تر ۱۵مې وروسته، کله چې طالبان واک ته راستانه شول، زما نړۍ په بله واوښته. د طالبانو له قوانینو سره سم د نر محرم د نشتوالي په وجه مجبوره شوم چې له خپلې دندې لاس واخلم او بیکارۍ له سخت واقعیت سره مخامخه شوم. د کورنۍ د مشرې لور په توګه د درېو وړو خویندو مسوولیت زما پر اوږو و. ما په ۳۵ کلنۍ کې واده وکړ، خو واده مو په طلاق ختم شو. مېړه مې غوښتل چې د سختو دودونو تابعداره ووسم او ان ټینګار یې کاوه چې خپل کورنی نوم د هغه په نوم واړوم. کله مې چې دغه غوښتنه رد کړه، اړیکه مو ختمه شوه.
په داسې حال کې چې د جامو نوې بڼې ته مې غاړه ایښې وه خو زما هوډ د دې ظالمانه محدودیتونو په وړاندې مقاومت لپاره ټینګ و. نه مې غوښتل چې روحیه مې کمزورې شي. خو ژوند مې د طالبانو له لوري د یوه نوي محدودیت په وضع کېدو سره د ناغوښتلو بدلونونو ښکار شو: د روغتیا د برخې کارکوونکې ښځې یوازې هغه مهال کار کولی شي چې له ځان سره نارینه محرم ولري.
د داسې کس د نه شتون په وجه، مجبوره شوم د خپلې خوښې دنده د پرېږدو پرېکړه وکړم. د کور محدوده فضا زما نوې دنیا شوه او د مسوولیت دروند بار یې زما پر اوږو کېښود. د خپلو درېو کم عمرو بچیو او د خپل فلج پلار د ساتنې مسوولیت په غاړه وو.
که څه هم د خپلوانو او ګاونډیانو له مرستو برخمنه شوم خو بیا هم اړه شوم چې د ژوند د دوام لپاره د کور توکي وپلورم څو په پیسو یې خوراکي مواد وپېرم. دغه مرستې زیاتې ندي خو بیا یې موږ ژوندي ساتلي یو.
زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغان مېرمنو د جسمي او روحي رنځونو مخنیوي وکړي او په اوسني تیاره وضعیت کې د ښځو په ملاتړ سره موږ ته هیلې راوبخښي».