«زه طالبان د هغوی د جنایتونو په خاطر هېڅکله نه بخښم»
Sara«سارا نومېږم، ۱۶ کلنه او د سمنګان ولایت اوسېدونکې یم. زه په لسم ټولګي کې وم چې طالبانو د ښوونځیو ورونه وتړل. ما هیله درلوده چې ارواپوهه شم او له هغو مېرمنو سره به مرسته کوم چې د سمنګان په ولسوالیو کې د کورني تاوتریخوالي په وجه په اروايي ستونزو اخته وې. خو په وطن کې د طالبانو د واکمنېدو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د ورونو د بندېدو په وجه مې خوبونه شنډ شول.
د جومات ملا په خپله یوه وینا کې وویل چې کله نجلۍ د بلوغ عمر ته رسېږي، د پلار په کور کې یې پاتې کېدل ناسم دي. پلار مې وویل: «که کوژده وکړې، نېکمرغه به شې او موږ او خدای به هم درنه راضي یو.»
کورنۍ مې زما له مشورې پرته زما کوژده وکړه. ما ډېر وژړل. له ټولو سره مې بحث او جنجال وکړی، خو د مور یوازینی ځواب راته دا و چې «په دې کار کې ستا خیر دی، لورې.» پلار مې وویل چې نجونې درس ویلو ته اړتیا نه لري او ښه به وي چې واده وکړي.
له اوښکو او زاریو سره مې ورته وویل چې که اوس مې کوژده وشي، هغه به مې واده کړي او بیا به مې ایران ته وړي او زه بیا نه شم کولی چې ښوونځي ته ولاړه شم. پلار مې وویل چې دیني عالمانو ورته ډاډ ورکړی چې د نجونو ښوونځي به نه پرانستل کېږي او ده په همدغه دلیل زما واده ته غاړه ایښې ده.
هغوی په بې تفاوتۍ او بې رحمۍ سره یې زه کوژدې ته مجبوره کړم او زما اوښکې او هیلې یې په تېرو دوو کلونو کې له پامه وغورځول. زه هېڅ واک نه لرم؛ باید واده وکړم، ایران ته ولاړه شم او په افغانستان کې له ښوونځي سره مخه ښه وکړم.
