«ان په خیالونو کې مو هم د داسې تیارو ورځو تصور نه شوای کولی»
Sayara
«پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې زه محصله وم او د ستونزو په وجه مې د زدهکړو موده له څلورو نه پنځه نیمو کلونو ته غځېدلې وه. زه د پوهنتون د اتم سمسټر محصله وم او د ماشومانو د ملاتړ په یوه موسسه کې مې د روزونکې په توګه کار کاوه. هاغه مهال مې دنده د رضایت وړ وه. ما کولی شول چې د خپل ژوند لګښتونه پوره کړم او په شته عاید مې له کورنۍ سره هم مرسته وکړم.
خو د طالبانو په بیا راستنېدو سره، پلار او خور مې بېکاره شول. څه موده وروسته له کاره د ښځو د منع کېدو فرمان هم صادر شو او ما هم خپل کار له لاسه ورکړ. د هغه کس لپاره چې لا د پوهنتون د فراغت سند نه لري، د ثابتې دندې موندل ډېر سخت دي.
څه موده وروسته مې د سوداګرۍ یو آنلاین کار و بار جوړ کړ، چې لږ غوندې عاید یې راته برابراوه. له بده مرغه طالبان د داسې فعالیتونو اجازه هم نه ورکوي او ټینګار کوي چې د آنلاین کاروبار لپاره تجارتي جواز ته اړتیا ده. پر دې سربېره هغوی د ښځو لپاره کار کول او د آنلاین کاروبار د جواز اخیستل هم ممنوع کړي دي.
د درېدا لپاره زموږ د مداومو هڅو سره سره طالبانو د محدودیتونو په عملي کولو سره موږ له منځه یوړو. هغوی زموږ لاسونه او پښې تړلي دي او موږ له دې نه بېخي ناهیلې شوې یو چې وشو کولی په داسې چاپېریال او شرایطو کې دې کوم پرمختګ ولرو.
زه غواړم خپل فعالیتونه په هره توګه چې ممکن وي، وغځوم. یو کتاب مې ولیکه چې د افغانو ښځو مستندې او حقیقي کیسې روایت کوي. په دې کتاب کې مې هڅه کړې ده چې د ځینو هغو مېرمنو ژوند انځور کړم چې په افغانستان کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي. غواړم په دې لاره د خپل هېواد د ښځو غږ د نړیوالو تر غوږونو پورې ورسوم.
زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د افغانانو وضعیت له نږدې وګوري، د افغانانو غږ واوري او د افغانستان خلکو ته په جدي سترګه وګوري.»
