«زه باور لرم چې آخر به کلمې تر هرې وسلې ځواکمنې وي»
Setara
«هغې پېښې چې د ۲۰۲۱ د آګسټ تر ۱۵مې وروسته وشوې د افغانو ښځو لپاره د ظلم او بې رحمۍ د نوي دور پیلامه وه. زما لپاره چې د اوو اولادونو مور یم، دغه واقعیت دروند او له توانه پورته و. مېړه مې چې یو وخت د پولیسو افسر و له طالبانو سره په سختو جګړو کې ټپي شو او د خپل معیوبیت په وجه نور د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو جوګه نه و او اوس د کور نفقه زما په غاړه ده.
د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مې مدام کار لټاوه او بېلابېلو موسسو ته ورغلم. خو طالبانو غوره ګڼله چې نران وګوماري او ښځو ته یې چندانې د کار فرصت نه ورکاوه. دغه شرایط زما د کورنۍ لپاره ډېر سخت وو. مجبوره شوم چې یوه سخته پرېکړه وکړم او اجازه ورکړم چې ۱۵کلنه لور مې واده شي. پوهېږم چې ښايي دغه کار له هغې سره یو ډول تاوتریخوالی وګڼل شي، ځکه هغه لا قانوني عمر ته نه وه رسېدلې. خو دا چې مېړه مې د پولیسو د یوه افسر په توګه له طالبانو سره په جګړه کې زخمي او معیوب شوی و او کار یې نه شو کولی، نو دې کار ته مجبوره شوو. له بلې خوا موږ نور واړه اولادونه هم لرل چې باید مو د هغوی پالنه کړې وای او بله چاره مو نه درلود.
د طالبانو په راستنېدو، په کورنیو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی خورا زیات شو. د داسې ښځو لیدل چې ځان ځوروونې ته مخه کوي او د تاوتریخوالي له نورو ډولونو کړېږي، ډېر ناهیلي کوونکي وو. موږ هیڅوک نه درلودل چې مرسته وکړي او طالبانو هم هېڅ رحم او شفقت نه کاوه.
د ځان او خپلو لوڼو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مو د عدالت غوښتنې مظاهرو کې ګډون وکړ. له بده مرغه، طالبانو په تاوتریخوالي ځواب راکړ او له اوبشیندونکي او فزیکي تاوتریخوالي نه یې کار واخیست. په داسې حال کې چې زخمي پر ځمکه لوېدلې ومه، په ذهن کې مې یوه پوښتنه تېره شوه: «ولې به له هغو حقونو تېرېږو چې خدای راته راکړي دي او په هغه ورځ کې ولې هېڅ نارینه زموږ تر څنګ نه وو؟»
