زه هیله لرم چې افغان مېرمنې او نجونې به بېرته خپل حقونه او ازادي ترلاسه کړي او هیله لرم چې هغوي به بیا هېڅکله طالبان و نه ویني

Hamida
ګرافیک ډیزاینره, غزنی

زه په افغانستان کې د ښکلو هنرونو له پوهنځي فارغه شوم او ورپسې سم مې په تجسمی او نمایشي هنرونه ماستري ترلاسه کړه. د ګرافیک ډیزاینرې او عکاسې په توګه د مسلکي دندې په تېرو ۱۲ کلونو کې مې په افغانستان کې له ډېرو ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو سره دندې ترسره کړي دي. 

د طالبانو تر حاکمیت څخه مخکې مې د فریلانس ډیزاینرې په توګه کار کاوه. په ۲۰۲۲ کال کې مې له یوې ملي نادولتي مؤسسې سره کار پیل کړ، چې د مېرمنو لپاره یې فعالیتونه درلودل. زه هغه مهال مېندواره وم او اړ وم چې ولایتونو ته سفرونه وکړم او هر څه راته ننګوونکي وو. مونږ هڅه کوله چې د خلکو د غونډو له لارې د مدني ټولنې بیا جوړولو لپاره فعالین ومومو او د خلکو او طالبانو تر منځ اړیکو ته وده ورکړو. مونږ د افغانستان په پنځو زونونو کې فعالیت درلود. د طالبانو د تازه بندیزونو لامله، زه تر کوره محدوده یم. 

تېر کال، زما پلار، ورور، ترونو او نورو ډېرو ملګرو د طالبانو له لورې له خطر څخه د ژغورل کېدو په موخه هېواد پرېښود. هغوي له تېر حکومت سره دندې درلودې. طالبانو زمونږ کور دوه ځل وپلټه او زما د پلار موټر یې ضبط کړ. د هغوي له دویم ځل پلټنې وروسته زما مور او خور هم له هېواد څخه ووتلې ځکه چې مونږ د خپلې خور د امنیت په اړه اندېښنه درلوده. 

ما لپاره تر ټولو ډېره مهمه موضوع د افغانستان، د افغانانو، په ځانګړي ډول د مېرمنو او نجونو، راتلونکی وضعیت دی. په افغانستان کې هر څوک له بد اقتصادي وضعیت ځوریږي. ډېرې افغان نجونې او مېرمنې اقتصادي ستونزې لري.

زه هیله لرم چې افغان مېرمنې او نجونې به بېرته خپل حقونه او ازادي ترلاسه کړي او هیله لرم چې هغوي به بیا هېڅکله طالبان و نه ویني.

زه د افغانستان له ټولو نارینه وو غواړم چې د خپلو مېرمنو، مېندو او خویندو ملاتړ وکړي او له هغوي سره د مهربانۍ چلند وکړي. زه له نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې مونږ هېر نه کړي او په دغه ستونزمنو وختونو کې له افغان نجونو او مېرمنو سره مرسته وکړي.

راتلونکې کیسه
زه به ډېری وختونه له مېرمنو سره په اړیکه کې وم او کله به چې هغوي دندې له لاسه ورکړې او ما به یې له حقونو دفاع و نه کړای شوه، زه به ډېره خپه شوم