زه د مېرمنو لپاره هڅوونکې/ تشویقي لیدنې تنظیموم څو له موجود غیر عادي حالت سره مبارزه وکړي
Hawa
له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، حوا له بېلا بېلو ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو، د یوې روزونکې یا ټرېنرې، تسهیلوونکې او مدافع وکیلې په حث دندې ترسره کړې وې. هغې د حقوقي سلاکارې، د بشري حقونو مدافع او د مېرمنو د حقونو فعالې په حیث دواطلبانه کارونه هم ترسره کړي وو. هغه له محدودیتونو سره سره خپل کار او وکالت ته دوام ورکوي څو مېرمنې وهڅوي چې خپلو حقونو لپاره له مبارزې څخه لاس وانخلي.
”د طالبانو تر حاکمیت څخه مخکې، ما په ملي او نړیوالو مؤسسو کې او د یوې وکیلې، د بشري حقونو مدافع، د مېرمنو د حقونو مدافع او په رسنیو کې د یوې فعالې مېرمنې په حیث فعالیتونه ترسره کول، او اوس له خپل کور څخه کار کوم او له نجونو او مېرمنو سره په اړیکه کې یم.
ما له ځان سره ژمنه کړې ده چې د مېرمنو حقونو لپاره به مبارزه کوم او همداسې کوم. په مختلفو سکتورونو کې د مېرمنو پر وړاندې پراخه محدودیتونه موجود دي، دومره بد اقتصادي وضعیت ما په خپل عمر نه و لیدلی، علمي خوندیتوب نشته او نجونې او مېرمنې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړل کېدلو لامله ډېرې ځوریږي.
ما لپاره تر ټولو مهمه ستونزه د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړې پر وړاندې د موانعو له منځه وړل او د جنسیت برابري رامنځته کول دي.
د طالبانو تر حاکمیت وروسته مې په یوه مختلفه طریقه او له یوه مختلف ځای څخه خپل کار ته دوام ورکړ. د جمهوریت تر پرځېدلو څو میاشتې وروسته مې د خپل کور یوه کوټه کې ځان لپاره دفتر جوړ کړ، چېرې چې ما له رسنیو، نادولتي مؤسسو او ملي او نړیوالو ادارو سره په پټه تر ممکن حده خپل کارونه پیل او لا هم دوام ورکوم.
یوازینی شی چې ما ته قوت او انرژي رابښي، د اوسني وضعیت پر وړاندې د درېدلو فکر او د خپلو حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخیستل دي.
خلک باید د نجونو او مېرمنو هڅولو ته دوام ورکړي او له هرې ممکنې لارې خپل غږ پورته کړي.
نړیوالې ټولنې ته زما پیغام څرګند دی: په تېرو ډېرو کلونو کې زمونږ د بې شمېره ملاتړ لامله درڅخه مننه کوو. د افغانانو سترګې او غوږونه تاسو ته متوجه دي. لطفا خپل ملاتړ ته مو دوام ورکړئ. “
