زه یوازې دا هیله لرم چې خلک پياوړي او باثباته پاتې شي او هیله له لاسه ورنکړي.
Naghma
زما نوم نغمه دی او ۲۷ کاله عمر لرم. زه تر لېسانس درجې زده کړې لرم. ما ډېره موده له نادولتي مؤسسو او خصوصي ښوونځیو سره دندې ترسره کړي دي. ما د یوې ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده. همدا راز په بامیان ولایت کې مې د یوې مدني فعالې او د بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو د مدافعې په توګه هم کار کړی دی. د طالبانو له واک ته رسېدلو وروسته زه په کور ناسته یم.
په هغه ورځ چې بامیان ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد، زه کار ته تللې وم، خو خپل هېڅ همکار مې په دفتر کې و نه لید. زما یوه همکار راسره اړیکه ونیوه او و یې پوښتل چې زه چېرې وم. ما ځواب ورکړ: ”په دفتر کې یم“. زما همکار چیغې کړې، ”ایا ماغزه دې خراب شوي دي؟ ولې په دغه خطرناک وضعیت کې دفتر ته تللې یې؟“ زما همکار وویل چې بامیان د طالبانو تر واک لاندې راغلی دی او زه باید ژر تر ژره له دفتره ووځم. زما همکار وویل چې موټر یې کرایه کړی دی او له بامیان ولایت څخه وځي ځکه چې زمونږ ژوند په خطر کې و.
زه دومره خپه شوم چې په دفتر کې پاتې کېدل مې غوره وګڼل. کله چې ما بیرون د ټوپک ډزې واورېدې، ووېرېدم او فکر مې وکړ چې جنګ پيل شوی دی. زه بیرون راووتم، د دفتر دروازه مې کولپ کړه او کور ته لاړم.
کله چې کور ته ورسېدم، و مې لیدل چې اووه کلنې لور مې له خپل سر څخه یو ستر څادر تاو کړی دی. له هغې څخه مې وپوښتل چې څه کوي. لور مې ځواب راکړ: ”طالبان راغلي دي او ما اورېدلي دي چې هغوي هر هغه څوک وژني چې ستر ټیکری په سر نه کړي. “ ما له بامیان ولایت څخه له وتلو پرته بل اختیار نه درلود ځکه چې په ښار کې هر ځای ګډوډي روانه وه.
زه د ښار مرکز ته لاړم څو له بامیان څخه وتلو لپاره یو موټر پیدا کړم. کله چې زه بازار ته ورسېدم، طالبان هم راورسېدل. زه ووېرېدم او د موټرو د یوه پارکینګ پر لور مې منډه کړه. هلته یوه کوچنۍ کوټه وه، د موټر تر موندلو په هغې کوټه کې پټه وم. په ترمینال کې په هغه ورځ هېڅ موټر نه و. ما بالاخره یو موټر وموند او د بامیان ولایت تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې پکې لاړم چېرې چې زما خسرګنۍ اوسېدله.
دا یو ډېر سخت حالت و. یوازې د خلکو څېرو ته په لیدو به ډېره غمژنه شوم. زه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر تر ۱۴ مې نېټې په یکاولنګ کې پاتې شوم او بیا کابل ته راغلم. ما به خپل کار په انلاین ډول کاوه، خو د امنیتي اندېښنو لامله دفتر ته نه شوم تللی او نه مې هم خپل موقعیت ښودلی شو. هغه مؤسسه چې ما ورته کار کاوه، د سولې پروسې د همغږي کولو مسؤولیت درلود. په تدریجي ډول، اندېښنې، پرېشانۍ او بدمرغۍ وده وکړه.
د دې لپاره چې خپل معاش له بانک څخه ترلاسه کړم، تېر کال مې بانک ته په تګ او راتګ تېر شو. زه اړ وم چې په شین سهار بانک ته د ټکټ ترلاسه کولو لپاره لاړه شم او د دې پروا به نه وه چې یخ، واوره، باران یا نورې ستونزې به وې او بیا به مې د خپلو پیسو یوازې یوه کوچنۍ برخه ترلاسه کوله، چې د انفلاسیون لامله زما د کورنۍ لپاره کافي نه وه.
زه له مختلفو کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ شوم. ما له خپل مېړه سره ستونزې درلودې. په بامیان ولایت کې له خپل پلار سره د طالبانو د حکومت د والي دفتر ته ورغلم، خو هغه زما عریضه رد کړه. هغه وویل چې دا یوه شخصي ستونزه ده او هغه به پکې مداخله ونکړي. هغه یوه بل ډیپارټمنټ ته ولېږلو، چې زما په فکر د حکومت د ستونزو د حل سیمه ییزه کمېټه ده. کمېټه له ملایانو ډکه وه چې پر هېڅ نه پوهېدل. هغوي آن زما عریضه لوستلی هم نه شوه. د ټیټې کچې بې کلتوره یوه ډله خلک اوس د مشرۍ دعوه کوي. تر دوو اونیو مسلسل هڅو وروسته مې د خپلې عریضې هېڅ پایله ترلاسه نه کړه او بېرته کابل ته ستنه شوم.
زه باور لرم چې په تېرو دوو لسیزو کې ټولې ودې، پرمختګونه، د سواد په کچه کې زیاتوالی، په ټولنه کې ډېر ګډون، ټول د مېرمنو او میندو د هڅو پایله ده.
د افغانستان مېرمنې ډېرې زړورې او پیاوړې دي. د بېلګې په ډول، زه پخپله د مېرمنو د پیاوړتیا یوه بېلګه یم. ما به خپل ځان ته تل ویل چې زه پیاوړې، زړوره او پر ځان اعتماد درلودونکې یم. ما هېڅکله د ژوند ستونزو ته غاړه نه ده ایښې. په افغانستان کې ټولې مېرمنې لا هم د بهترۍ لپاره هڅې کوي.
تصور وکړئ چې په غرونو کې اوسېدونکي یوه ډله وحشي انسانان په ناڅاپي ډول د هېواد واک ونیسي. ما په مؤسسه کې خپله دنده له لاسه ورکړه ځکه چې زه یوه مېرمن یم. زه د مرکزي زونونو لپاره د سیمه ییز دفتر استازې وم، هغه زون چېرې چې د نورو زونونو په پرتله اقلیتونه خپل غږ ښه پورته کوي.
په تېر مارچ میاشت کې، مونږ د کابل په یوه هوټل کې د مدني فعالانو لومړنۍ غونډه درلوده. هلته ما ولیدل چې له مرکزي زون څخه ډېرې لږ شمېر مېرمنې رابلل شوې وې. ما وویل چې دا باید داسې نه وي. له دې سره، ما تر هغې غونډې سمدستي وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه. زما اعتراض داسې وګڼل شو چې زه په دغه ډول سختو حالتونو کې له دننه څخه یوه ستونزه جوړونکې یم.
بل لوري ته، هغوي ډاډه وو چې زه د یوې مېرمنې په توګه نه توانېدلم چې په بامیان ولایت کې له طالبانو سره په اغېزمن ډول خبرې اترې وکړم. زما دنده یوه نارینه ته ورکړل شوه. هغه وخت، ما په دې اړه هېڅ نه شو ترسره کولی.
مؤسسې پخپله مېرمنې له مخې لیرې کوي. دا ډېره خپه کوونکې ده چې نوموړې مؤسسې د خپلو شخصي ګټو یا د یوې پروژې ګټلو په خاطر مېرمنې له مخې لیرې کوي. مېرمنې تل د دغو مؤسسو لپاره مرستندویه ثابتې شوي دي، خو نوموړې مؤسسې له مېرمنو څخه ځان خلاصوي. د مېرمنو لپاره ډېره ستونزمنه ده چې په ناڅاپي ډول ځانونه بدل کړي، خپلې نظریې او څېرې بدلې کړي یا شا ته لاړې شي.
ما فرصت درلود، چې ګاونډیو هېوادونو ته کډواله شم، خو هېڅکله مې نه غوښتل. زما زړه هېڅکله نه غوښتل چې په ایران یا پاکستان کې پناه واخلم. په کډوالۍ کې ژوند ښايي نسبي ارامي راوبښي، خو هېڅکله به داخلي ارامي رانکړي او زړه به مو ارام نه وي.
د افغانستان مېرمنې به پیاوړي پاتې کېدلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په دغه ډول سختو وختونو کې ښځې باید خپل ځان او شاوخوا خلکو ته ثابته کړي چې شیان د هغوي په کنترول کې دي. ښځې کولای شي چې له موجودو محدودو اسانتیاوو څخه ګټه واخلي او خپله وده محرکه وساتي. ښځې باید تر هغه مهاله خپله پیاوړتیا وساتي چې وضعیت بېرته عادي شي. که چېرې مونږ، مېرمنې، مخکې نه شو تللی، لږ تر لږه شا ته باید لاړې نه شوو.
زما په اند، راتلونکی روښانه دی. زه د هغې ورځې په هیله یم، چې طالبان له افغانستان څخه ووځي. د هغوي د حاکمیت په لومړۍ دوره کې، طالبانو تاوتریخوالی وکړ، هر څه یې ویجاړ کړل او بالاخره له منځه ولاړل. زه د طالبانو لپاره د همغسې یوه برخلیک په تمه یم.
زه یوازې دا هیله لرم چې خلک پياوړي او باثباته پاتې شي او هیله له لاسه ورنکړي.
