یو شمېر مېرمنې د خپل ژوند له لاسه ورکولو څخه وېره لري - ویریږي چې له غږ پورته کولو سره به ونیول شي، و به وژل شي یا به بندیانې شي او عزت به له لاسه ورکړي

Sayeeda
د نادولتي مؤسسې رئیسه، سمنګان

زه پخپل ولایت کې د ولایتي شورا غړې وم او په ۲۰۱۰ کال کې د یوې نادولتي مؤسسې مشره شوم. د طالبانو تر حاکمیت څخه مخکې، د سولې راوستلو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۳۲۵ مادې تطبیقولو په اړه مې د خپلې نادولتي مؤسسې  له لارې یوه پروژه درلوده. همدا راز د څلور کلونو مودې لپاره د ولایتي شورا غړې هم وم. 

زه اوسمهال پخپل کور کې یم او هېڅ ډول فعالیت نه شم کولی. بېکاري زما په ژوند کې یو ستر بدلون راوست. د داسې یوې مېرمنې لپاره چې له کوره بیرون فعاله وي او ډېر کلونه یې دنده ترسره کړي وي، ناڅاپه د ټولو فعالیتونو بندېدل او پر کور کېناستل یو ستر بدلون دی. 

زما په ژوند کې بل مهم بدلون امنیتي ستونزې وې. له امنیتي پلوه، زه په ښه وضعیت کې نه یم. دا یو واقعیت دی. 

اوسمهال زمونږ ژوندي پاتې کېدل تر ټولو مهم دي. له همدې امله، مونږ یوازې دا فکر کوو چې څه ډول ژوندي پاتې شوو او باوري کړو چې هېڅوک به راته زیان و نه رسوي. مونږ غواړو چې د عادي وګړو په څېر ژوند وکړو او هېڅوک مو په تېرو وختونو کې د دندو په اړه راڅخه پوښتنې او ګرویږنې و نه کړي. 

زه پخپل ولایت کې هېڅ ډول فعالیت نه شم ترسره کولی. زه له ډېرو امنیتي ستونزو سره مخ شوې یم. کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زه بل ولایت ته وکوچېدم. ما د بشردوستانه پروګرامونو په برخه کې د یوې پروژې تطبیق پیل کړ، چې زما د کارکوونکو له لورې تطبیقیده ځکه چې زه پخپله په ساحه کې نه وم. 

په لومړي سر کې طالبانو فکر کاوه، چې زه له هېواد څخه وتلې یم. وروسته، کله چې هغوي پوه شول چې زه په هېواد کې دننه یم او لا هم په کار کې بوخته یم، زما امنیتي ستونزې زیاتې شوې. د یادې شوې پروژې د تطبیق پر مهال، زما کارکوونکي وځورول شول. وروسته، ما داسې احساس ورکړ چې زه نور کار نه کوم او یوازې په کور کې پاتې یم. له هغه وروسته، ما نور عامه فعالیتونه بند کړل او یوازې هغه څه کوم چې له کوره یې ترسره کولی شم. 

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان راتلونکی روښانه نه څرګندیږي. البته که رژیم بدل شي او ځینې بدلونونه رامنځته شي، ښايي وضعیت بهتر شي. 

یوازینی کار چې ټول سړي او مېرمنې یې کولی شي، خو نه یې کوي، مبارزه ده. که هغوي وغواړي، هر څوک کولی شي چې پورته شي او د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، د هغوي خبرې و نه مني، د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د کار لپاره وکالت وکړي، په ځانګړي ډول افغان نارینه، چې هېڅکله یې د مېرمنو ملاتړ نه دی کړی او نه یې اراده لري. 

نړیوالې ټولنې ته زما پیغام دا دی چې مونږ د نجونو او مېرمنو وکالت یوازې د هغوي د زده کړو او کار لپاره نه کوو.

مونږ غواړو چې طالبان هېڅ په رسمیت و نه پېژندل شي ځکه چې که مونږ د زده کړو او کار کولو حقونه هم ترلاسه کړو، خوندي به نه اوسو.
راتلونکې کیسه
زه د مېرمنو لپاره هڅوونکې/ تشویقي لیدنې تنظیموم څو له موجود غیر عادي حالت سره مبارزه وکړي