هېڅ شی زمونږ د زده کړو مخه نه شي نیولی.
Susan
پخوا به خلک په افغانستان کې پاتې کېدل، د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره یې کار کاوه او ځان لپاره یې ښه ژوند جوړوه، خو اوس هر څوک نهیلی شوی دی او له هېواد څخه د تېښتې لارې لټوي. هر څوک، په ځانګړي ډول نجونې او مېرمنې، د محدودیتونو، پر زده کړو د بندیزونو او نورو لامله نهیلې او خپه دي. زه هم له همدغه ډول حالت سره مخ یم.
زما کورنۍ له ناوړه اقتصادي ستونزو سره مخ ده. له همدې امله مونږ په هېواد کې پاتې شوي یو. زه هغه مهال د ۱۱م ټولګي زده کوونکې وم چې طالبانو د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې. زما یوازینۍ هیله دا ده چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي څو زه خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، یوه دنده پیدا کړم او له خپلې کورنۍ او د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړم. مونږ هر څه له لاسه ورکړل. زه د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه لرم.
تر طالبانو مخکې به زه په ډېره مینه او لېوالتیا ښوونځي ته تللم. زه یوه زحمت کشه زده کوونکې وم او باور مې درلود چې مونږ په ګډه افغانستان بیا رغولی شوو. زه ډېره هیله منه وم خو اوس ډېره نهیلې یم.
له هغې ورځې راهیسې چې هغوي واک ترلاسه کړی دی، زه ښوونځي ته د تللو اجازه نه لرم. هغوي غواړي چې له سړو سره د کار کولو په اجازې نه راکولو مونږ له ټولنې څخه وباسي. دا زما تر ټولو بده خاطره ده. زما د ټولو ټولګیوالو وضعیت دغه ډول دی. هغوي ټولې نهیلې شوي او په ژور خپګان اخته دي. ما د تېر کال په اوږدو کې د ځان – درناوی له لاسه ورکړی دی. ما ولیدل چې خلک له افغانستان سره نوره مینه نه لري. دا حقیقت دی چې دا زمونږ هېواد دی، خو کله چې د دندو فرصتونه نه وي او یو څوک خپلې کورنۍ ته نفقه نه شي پیدا کولی، دلته به څنګه ژوند وکړي؟
طالبانو د مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز وضع کولو سره خپل واک ته دوام ورکوي. د هغوي حقیقت همدغه دی. افغان مېرمنو تېر کال هېڅ ټولنیز رول نه درلود.
طالبان، مېرمنو ته هېڅ په درنه سترګه نه ګوري. که څه هم مېرمنې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هغوي د غوښتنو درناوی نه کیږي.
د یوه هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د مېرمنو شتون مهم دی او د هغوي نه شتون د زوال لامل کیږي. له مېرمنو پرته یوه ټولنه له بربادۍ سره مخ وي. افغانستان هم د مېرمنو د نه شتون لامله بربادۍ ته نږدې دی. له مېرمنو پرته ټولنې ویجاړیږي. هېڅ ټولنه د مېرمنو له شتون پرته ډېر ژوند نه شي کولی.
زه یوه مېرمن یم او زه ډېر بد احساس کوم چې له پامه وغورځول شم او حساب راباندې و نه شي. زما په اند که وضعیت په همدغه ډول دوام وکړي او مېرمنې له پامه وغورځول شي، افغانستان به خامخا سقوط وکړي. له دې هر څه سره سره، زه لا هم هیله لرم. زه اوس هم هیله منده یم چې د نجونو ښوونځي به بېرته پرانیستل شي او مونږ به خپلو زده کړو ته دوام ورکړای شوو. مونږ به په ګډه افغانستان بیا ورغوو او خوشحاله ژوند به ولرو.
